خلیلزاد وایي، د طالبانو له استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته رسېدلی
زلمي خلیلزاد نن په یوه لنډ ټوېټري پیغام کې ویلي چې په دوحه کې به د طالبانو له یوه زیات باصلاحیته پلاوي سره خبرې وکړې.
هغه دا یو مهم فرصت بللی او له قطر څخه د کوربه توب او له پاکستانه یې هم د سفر ته د اسانتیا برابرولو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې خبرې پیلېدو ته نږدې دي.
ښاغلي خلیلزاد نه دي ویلي چې د طالبانو له کوم باصلاحیته پلاوي سره دا ځل خبرې مخ ته وړي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د طالبانو د مشر مرستیال او د قطر د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د قطر مرکز دوحې ته رسېدلی دی.
خو نوموړي وویل، دا لا معلومه نه ده چې ملا برادر به د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ په خبرو کې برخه ولري که نه، خو له دې وړاندې طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې په خبرو کې د ملا برادر ګډون رد کړی و.
طالبانو ویلي چې په دې خبرو کې به د طالبانو د پلاوي مشري شېر محمد عباس ستانکزی کوي چې تراوسه یې څلور ځلې له امریکایي پلاوي سره د خبرو مشري کړې ده.
طالبانو ویلي چې د قطر په دې پړاو خبرو کې به چې څلور ورځې دوام کوي، دواړه لوري بیا هم په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور او د دې هېواد له خاورې نورو ته د زیان نه پېښولو پر مسئلو خبرې کوي.
