د متشبثینو بورډ: د کندهار سوداګر له ستونزو سره مخ دي
د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د کندهار ولایت سوداګر د مالیاتو ورکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.
د دغه بورډ مشر رحمدالدین حاجي اغا نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې اندېښنه وښوده چې د مالیې وزارت د کندهار له سوداګرو غوښتي چې د مالیاتو د بېلانس لپاره باید کابل ته راشي چې په خبرهیې دا د فساد لپاره زمینه برابرول دي.
د ښاغلي حاجياغا په خبره، د ماليې وزارت لهخوا د کندهار سوداګرو ته د مالیاتو د پرې کولو په برخه کې پخوانۍ ټاکل شوې موده لا نهده پوره، خو اوس مالیې وزارت بیا له دوی څخه د مالیې د ورکړې غوښتنه کوي.
د متشبثینو عالي بورډ له حکومته غواړي چې د مالیاتو او حسابونو د تصفیې او څېړنې لپاره دې سوداګرو ته په خپلو ولایتونو کې اسانتیاوې برابرې شي، ځکه سوداګر تر مرکز په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ دي.
ازادي راډیو هڅه وکړه پهدې اړه د افغانستان د مالیې وزارت نظر هم واخلي، خو بریالي نهشوو.