د کندز چارواکي: روان کال د جنایو پېښو په تړاو ۴۰۰ تنه نیول شوي
د کندز د امنیه قوماندانۍ چارواکي پهدې ولایت کې په روان کال کې د جنایو پېښو په تړاو د شاوخوا ۴۰۰ تنو د نیول کېدو خبر ورکوي.
د کندز د امنیه قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادي راډیو ته وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د امنیه قوماندانۍ د جنایي او استخباراتي ادارو کار کوونکو د دې ولایت په مختلفو برخو کې د غلا، سړي تښونې، قتل او ترور د پېښو په تړاو له ۴۰۰ زیات کسان نیولي دي.
چارواکي په کندز کې د جنايي پېښو په تړاو د دغو تورنو کسانو د نیول کېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې د کندز اوسیدونکو پهدې وروستیو کې امنیتي مسؤلین تورن کړي چې د نا امنیو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.