وینزوئلا کې پر اعتراض کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز وکارېد
پر اعتراض کوونکو د امنیتي قواوو د ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې دوه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.
د راپورونو له مخې پولیسو پرون د فبروري په ۲۳مه له اعتراض کوونکو سره په څو سیمو کې نښتې وکړې.
دا پهداسې حال کې ده چې د اپوزیسیون مشر خوان ګواېدو پر پوځیانو غږ کړی چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د واکمنۍ د پرځولو لپاره له ده سره یوځای شي.
د چارواکو له قوله په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د ټیټې کچې یو شمېر سرتېرو دا غوښتنه منلې، خپل مرکزونه یې پریښي او بغاوت یې کړی، خو جګپوړي پوځي افسران لا هم سوسیالېست مادورو ته وفادار دي.
