د اسرائيل صدراعظم له خپل سلواک سیال سره خبرې وکړې
دا د هغو دوه اړخيزو خبرو دوهمه هڅه ده چې مخکې د پولنډ د اعتراض په خاطر د مرکزي اروپایي مشرانو لوړپوړې سرمشريزه لغوه شوې وه.
ټاکل شوې وه چې په هغه لوړپوړې سرمشريزه کې چې د V4 په نوم يادېږي، د پولنډ، چک جمهوريت، هنګري او سلواکيا مشرانو ګډون کړی وای، خو پولنډ په اعتراضيه توګه له دې غونډې هغه مهال ووت چې د اسرائيل صدراعظم په هالوکاسټ یا اروپايي يهودانو په ټولوژنه کې د پولنډ د رول په اړه څرګندونې وکړې.
د اسرائيل د بهرنيو چارو وزير هم ويلي وو:
"د دوهمې نړيوالې جګړې پر مهال ډېرو پولنډيانو له نازيانو سره لاس یو کړی و او د يهودانو سره نفرت د دوی په خټه کې اښکل شوی دی."
د پولنډ له وتلو وروسته ټاکل شوې سرمشريزه لغوه شوه.
خو په اوسنۍ غونډه کې بنيامین نتانياهو نن د سې شنبې په ورځ په بيت المقدس کې د پیټر پيليګريني کوربه دی او ټاکل شوې چې د چک جمهوریت له صدراعظم اندرې ببيش او د هنګري له صدراعظم ويکټور اوربان سره هم وویني.
