نووایا ګزیته ورځپاڼه د خپلې یوې خبریالې د لنډمهالي توقیف خبر ورکوي
له مسکوه خپرېدونکې دغې ورځپاڼې نن خبر ورکړ چې خبریاله ایلینا میلاشینا او د بشري حقونو د معتبر مرکز غړې میلانا باخایوا غوښتل چې د بشري حقونو له هغو فعالانو سره وګوري چې د سوریې د لانجې په اړه څېړنه کوي.
دواړه د امستردام نړیوال هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم توقیف شوې وې.
میلاشینا نن په خپله فېسبوک پاڼه کې ولیکل چې دوی دواړه پولیسو نن بېرته خوشې کړلې.
نووایا ګزیته ویلي چې د هوایي ډګر پولیسو په دې اړه چې دواړه ښځې یې ولې نیولې وې، له څه ویلو ډډه کړې ده.
نووایا ګزیته چې له ۲۰۰۰ کال راهیسې یې پنځه خبریالان د خپل کار په خاطر وژل شوي، د روسیې یوه تر ټولو وتلې خپلواکه ورځپاڼه ده.
