ازبکستان د سوم سل زریز بانک نوټ چاپوي
دغه بانک ویلي چې دغه نوی بانک نوټ به د لومړي ځل لپاره د ړندو لپاره یوه ځانګړې نښه ولري.
د ازبکستان د اسعارو د تبادلې د رسمي نرخ له مخې د دغه نوي سل زریز بانک نوټ ارزښت شااوخوا دولس ډالره دی.
په اوس وخت کې ازبکستان پنځوس زریز سوم بانک نوټ لري چې د ۲۰۱۷ کال په اګست میاشت کې نوی چاپ شوی و.
په ازبکستان کې اقتصاد پوهانو ویلي چې پنځوس زریزو او سل زریزو بانک نوټونو ته اړتیا ځکه شته چې د نغدي پیسو د راکړې ورکړې ستونزه هواره شي.
