د خېبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې ۵ پوليس وژل شوي
د دېره اسماعيل خان پوليسو يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې پهدې حمله کې دوه لارويان ټپيان شوي او بريد کوونکي تښتيدلي دي.
خو د دېره اسماعيل خان روغتون يوه ډاکټر فريد الله مسود ازادي راډيو ته وويل چې دوی ته درې ټپي پوليس ور وړل شوي چې تر درملنې لاندې دي.
د پاکستاني طالبانو يوې جلا شوي څانګې د دې پيښې مسئولیت منلی دی.
