د نجونو استقلال لوبډله د فوټسال د ژمنیو سیالیو اتله شوه
د دې فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل چې یادې سیالۍ د مرکز کابل د دولسو لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې چې نن پای ته ورسېدې.
ښاغلی شاداب وايي، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدل او ورزش ته د نجونو هڅول د دغو سیالیو لوی هدفونه وو.
