چارواکي: د فارياب په خواجه سبزپوش کې ٩ مخالف وسله وال نيول شوي
د والي وياند احمد جاوېد بيدار نن ازادي راډيو ته وويل، دغه کسان له وسلو او مهماتو سره يوځاى د ځانګړو عملياتو په لړ کې نيول شوي دي.
دی وایي:
"د ملي امنيت منسوبينو په هغو ځانګړو عملياتو کې چې په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې وشول، د دولت ٩ مخالف وسله وال نيول شوي چې د ملا عزت الله په نوم د هغوى يو سرګروپ هم په کې شامل دى."
د فارياب د والي وياند وايي، نيول شويو کسانو د امنيتي ځواکونو په اختطاف، ترورېستي فعاليتونو او د ملکيانو په وژنه کې لاس درلود.
