یوه جرمنۍ ورځپاڼه: روسیې په زياتو سيمو کې کروز ميزائيل ځاى کړي
د جرمني يوې ورځپاڼې راپور ورکړى چې روسيې تر هغه څه چې مخکې یې فکر کېده، په زياتو سيمو کې لانجمن کروز ميزائيل ځاى پر ځاى کړي دي.
فرانکفورتر الګماينه زياتونګ ورځپاڼې نن د ځينو غربي استخباراتي سرچينو په حواله راپور ورکړى چې د ميزائيلو دغه قطعې د شمالي اوسيتيا په موزدوک او په شويا سيمه کې چې مسکو ته نږدې پروته ده، ځاى پر ځاى شوي دي.
دا د روسيې په جنوب کې د توغنديو د ازموينې د پراختيا پر ساحو د روزنيزو قطعو اضافه کول ګڼل شوي دي.
د امريکا متحدو ايالتونو اته ورځې مخکې اعلان وکړ چې د سړې جګړې د مهال د اټمي وسلو د کنټرول له يوه کليدي تړونه وځي.
واشنګټن دا اعلان وروسته له هغې وکړ چې امريکا او ناټو په وار وار مسکو له دغه تړونه چې په ١٩٨٧میلادي کال کې لاسليک شوى، روسيه په سرغړونې تورنه کړه.
دوى ويلي وو چې روسيې د 9M729 ډوله کروز ميزائيلو په جوړولو سره له دغه تړونه سرغړونه کوي، خو روسيې دا تورونه رد کړي دي.
مسکو هم د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه د وتلو اعلان کړى دى.
دغه تړون دواړه هېوادونه د هغو کروز او باليستيک توغنديو له جوړولو، توليد او ځاى پر ځاى کولو منع کړي وو چې له ٥٠٠ تر ٥٥٠٠ کيلومترو پورې واټن وهلى شي.