د کرنې او مالدارۍ وزارت: ارزګان کې کرنیزو پروژو پراختیا موندلې
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، د نوموړي ولایت ۸۰ سلنه خلک په کرنه بوخت دي چې تر ډېره حاصلات د انارو، بادامو او طبي بوټو په برخه کې دي.
د نوموړي په خبره د ارزګان والي له دغه وزارته غوښتي چي په نوموړي ولایت کې د انارو د ساتنې لپاره د سړو خونو، د اوبو د ذخيرو او سربندونو، حیواني کلینیکونو او نباتي افتونو او ناروغیو د تشخیص د مرکزونو غوښتنه کړې ده.
د ښاغلي رستمي په وینا، پهدې ټولو سره به هغه ولایت کې د کرنې سکټور نور هم پرمختګ وکړي او ورسره به د کروندګرو او باغ لرونکو په اقتصاد کې د پام وړ بدلون راشي.
