چارواکي: په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۵ طالبان وژل شوي
چارواکي وايي، په کونړ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په کونړ کې د۲۰۱ سیلاب قل اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان میرویس ساپي د شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل، دا هوايي برید تېره ورځ د غازي اباد ولسوالۍ درین سیمه کې شوی چې په کې د قوماندان ذبیح الله په ګډون ۵ تنه وسله وال وژل شوي چې دوه په کې بهرنیان دي.
ساپي د وژل شویو بهرنیانو هېواد او پوره هویت ونه ښود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل خوا د کونړ امنیتي چارواکي وايي، په سرکاڼو ولسوالۍ باندې د وسله والو طالبانو له خوا د هاوان ۴ ګولۍ ویشتل شوي چې په کې څلور ملکیان ټپیان شوي دي.
د کونړ د امنیې قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د شنبې په ورځ ازادې راډیو ته وویل چې د هاوان دا مرمۍ د سرکاڼو ولسوالۍ په مرکز لګېدلي دي او په کې د ټپي شويو کسانو روغتیايي وضعيت د ډاډ وړ دی.