نور به د وسله والو رهبري په نښه کېږي: جنرال حمید
جنرال حمید د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې له خبریالانو سره په خبرو کې ادعا وکړه، چې د همدې فشارونو له امله د وسله والو د رهبرۍ مهم کسان پاکستان ته تللي او هڅه کوي، چې له هغه ځايه ترهګر بريدونه پلان کړي.