Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2018

خلیلزاد بروکسل کې د ناټو له مشرتابه سره خبرې کوي

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی نن پنجشنبه د ډسمبر۱۳مه، د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو له مشرتابه سره خبرې کوي.


خلیل‌زاد به هغوی ته په افغانستان کې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره د خپلو هڅو په اړه معلومات ورکړي.


د ناټو د خبرپاڼې په حواله، ټاکل شوې چې په نننیو کتنو کې د افغانستان د سولې په ارتباط د خلیل زاد پر رول هم خبرې وشي. 


زلمي خلیل‌زاد به د ناټو د شمالي اتلانتیک شورا ته وینا هم وکړي. 


خلیل‌زاد د سېپټمبر د میاشتې په وروستیو کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وټاکل شو.


دا له هغه راهیسې د زلمي خلیلزاد درېیمه رسمي دوره ده. 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن، پنجشنبه د ډېسېمبر ۱۳مه، په هرات کې د لاجوردو لار پرانیستله .


ښاغلي غني د لارې د پرانیستلو په مناسبت ځانګړو مراسموته وویل: د افغانستان ، د افغانستان د خلکو ، د افغانستان د دولت او د افغانستان د اقتصادي قشر هدف وصل دی نه فصل. موږد وصل خلک یو نه د فصل، موږجدايي نه غواړو، موږ انزوا نه غواړو.


د غني دا وینا د افغانستان دولتي ټلوېزیون خپره کړه. 


 


د افغانستان ولسمشر نن د هرات ښار حلقوي سرک هم پرانیست.


ټاکل شوې چې په هغه ولایت کې څو نورې اقتصادي اوپراختیايي پروژې هم پرانیزي.


 


د لاجوردو لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره وصلوي. 


په دې ډول، افغانستان کولائ شي چې حتی اروپايي هېوادونو ته تر ډېره حده، د ځمکې له لارې خپل مالونه صادر کړي.


 


 


 


 


 


 


 


 


د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د یوه چټک رېل د ټکر له امله ۹ تنه مړه او ۴۷ زخمیان شوي دي. 


 


 


د انقرې والي، واصف سهین نن ، پنجشنبه د ډېسېمبر۱۳مه ، خبریالانوته وویل چې سهار وختي د رېل لوکوموتیف د رېل د پټلۍ د تفتیش پرمهال، د یوه چټک رېل سره ټکر شو. 


 


د دریو زخمیانو روغتايي حالت ډېر نازک بلل شوی دی.


دا پېښه د انقرې په لویدیز کې د مارسندیز په نوم د رېل ګادي په تمځاي کې شوې ده.


په هغو عکسونوکې چې دپېښې له ځايه خپاره شوي، لیدل کېږي چې د بېړنیو حالاتو ځانګړي کارکونکي، د پېښې په ځاي کې د زخمیانو د ژغورنې هڅې کوي.


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


د روسیې حکومت د سلواکیا یو پوځي دپلومات د نامطلوبوکسانو په لست کې اچولی دی.


 


د سلواکیا حکومت د نومبر میاشتې په وروستیوکې، په براتیسلاوا کې د روسیې د سفارت د پوځي اتشې د دفتر یو غړي له خپلې خاورې و ایست.


د سلواکیا حکومت هغه مهال وویل چې دا کار یې د خپلو پوځي استخباراتو د ادارې د معلوماتو پر اساس کړی.


 


د سلواکیا حکومت ویلي و چې هغه د سلواکیا او ناټو د ګټو خلاف کار کاوه.


 


مسکو نن د سلواکیا د حکومت د هغه اقدام په ځواب کې دا کار کړی دی.


د روسیې د بهرنیوچارو وزارت ویاندې، مریا زخاروا نن، پنجشنبه د ډېسېمبر ۱۳مه، په یوه بیان کې وویل چې د سلواکیا له خاورې د دوي د دپلومات شړل غیردوستانه کار و.


 


زخارووا وویل چې په مسکو کې د سلواکیا د سفارت دپلومات ته یې دوې ورځې وخت ورکړی چې له هغه هېواده ووزي.


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


 


په ایران کې یو سیاسي فعال، وحید صیادي ناصري په زندان کې تر ۵۰ ورځو غذايي اعتصاب وروسته مړ شو.


 


د هغه کورنۍ د ازادي راډیو د ایران برخې ، راډیو فردا ته نن، پنجشنبه د ډېسېمبر ۱۳مه ، دا خبر ورکړی دی.


د وحید صیادي ناصري خور ویلي چې چارواکو هغوي ته خبر ورکړ چې ورور یې پرون ، د قُم ښار په یوه زندان کې مړ شوی دی. وحید صیادی ناصري په ایران کې له پېژندل شوو سیاسي فعالانو و.


 


هغه په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ټولنیزو رسنیو پر شبکو د ځیني پیغامونو دخپرولو په تور ونیول شو.


 


پر هغه تور لګېدلی و چې د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه اي ته یې سپکاوي او د دولت پرضد پروپاګند کړی او په ۸ کاله زندان محکوم شو.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net