ټرمپ: جان کيلي به د روان کال تر پایه کار پای ته ورسوي
![ټرمپ: جان کيلي به د روان کال تر پایه کار پای ته ورسوي](https://gdb.rferl.org/AA5F7A8F-E23F-4A6F-938C-C2C17BBF33E4_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وایي چې دده د دفتر رئيس جان کيلي به د روان کال تر پایه کار پای ته ورسوي.
سپینې ماڼۍ په اداري برخه کې د لوړ رتبه چارواکو بدلون پیل کړی دی.
ولسمشر ټرمپ پرون شنبه د کيلي د تګ خبر خپور کړ او ویې ویل چې په راتلونکې یوې یا دوو ورځو کې به د هغه پرځای بل څوک وټاکل شي.
جان کيلي د امریکا د مرین ځواکونو متقاعد جنرال دی.
هغه د جولای په میاشت کې د ټرمپ د دفتر رئیس وټاکل شو.