د اوکراین چارواکي: روسیې په قسمي ډول د کېرچ ابنا خلاصه کړې
په اوکراین کې د زېربنايي تأسیساتو وزیر، ولادیمیر اومیلیان ویلي چې د روسیې حکومت په قسمي ډول، د کېرچ ابنا خلاصه کړې او په ازوف سمندرګي کې يې د اوکراین بېړیو ته لار ورکړې ده.
د چارواکو په وینا، د اوکراین بېړۍ کولای شي چې د کېرچ له ابنا تېرې او د اوکراین بندرونو ته ورسېږي.
د روسیې سمندري ځواکونو د نوومبر په ۲۵مه د اوکراین درې بېړۍ چې په کېرچ کې تېرېدې ونیولې او ۲۴ بېړۍ چلونکي یې هم ونیول.
خو د اوکراین د زېربنايي تأسیساتو وزیر ویلي چې روسیې په قسمي ډول لار پرانېستې او د اوکراین بېړۍ کولای شي چې په ازوف کې د اوکراین بندرونوته تېرې شي.