کندهار کې د مخدره توکو سره د مبارزې په نوم د فوټبال لوبې جریان لري
په کندهار ولایت کې د مخدره توکو سره د مبارزې په نوم د فوټبال لوبې جریان لري.
د کندهار د فوټبال فدراسیون وياند عبدالرحمن منيب نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه ټورنمېنټ چې تېره اوونۍ پيل شوې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.
عبدالرحمن منیب همدا شان وايي چې له دغه ټورنمېنټ څخه يې هدف د مخدره توکو سره د ځوانانو مبارزه او د الف او ب لوبډلو لهپاره د غوره لوبغاړو پیدا کول دي.