د پکتیا مرستیال والي په عملیاتو کې د ۹ ملکي وګړو وژنه تأیید کړې
د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ لسګونو اوسېدونکو نن یکشنبه د هغو نهو کسانو مړي په ګردېز کې د ولایت د مقام مخې ته د احتجاج په توګه ایښي او لویه لار یې د نیم ساعت په مخ تړلې وه چې د دوی په وینا، تېره شپه په سیمه کې د دېره ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي چې دغه جسدونه یې له نېږدې لیدلي او د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره غږېدلی، تأیید کړې چې هغوی ملکي وګړي دي.
اعتراض کوونکو وروسته له هغې چې د پکتیا مرستیال والي ورته ډاډ ورکړ چې د دغې پېښې په اړه به څېړنه کوي، خپل اعتراض پای ته ورساوه او د قربانیانو مړي یې بېرته خپلې سیمې ته له ځانه سره یووړل.
د ملکي تلفاتو د ادعا دغه نوې پېښه داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان له یو شمېر نورو سیمو هم د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه زیات شوي دي.