د پاریس پولیس وایي په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي
د پاریس پولیس وایي، پر سونګ موادو د مالیې او د بیو د لوړېدو پرسر په وروستیو مظاهرو کې ۱۳۳ تنه ژوبل شوي او ۴۱۲ نور نیول شوي دي.
پولیسو وویل، د شنبې د ورځې د مظاهرو په ترڅ کې ۲۳ پولیس هم په ټپیانو کې شامل دي.
پولیسو دغه راز ویلي چې په پاریس کې د قهرجنو مظاهرو په ترڅ کې د نیول شوېو کسانو ۳۷۸ یې توقیف شوي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون به نن له صدراعظم او د کورنيو چارو له وزیر سره په یوه امنیتي غونډه کې ګډون وکړي.
مکرون ویلي چې د ده د سونګ موادو پالیسۍ ته اړتیا ده، څو د ځمکې د تودېدو په وړاندې مبارزه وشي.
د فرانسې رسنیو ویلي چې شاوخوا ۷۵ زره کسانو په ټوله فرانسه کې په مظاهرو کې ګډون کړی وو.