ارګ: ولسمشر غني په قطعي ډول د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند دی
د افغانستان جمهوري ریاست وایي، ولسمشر اشرف غني د جمهوري ریاست په را روانو انتخاباتو کې د ګډون په اړه هڅې پیل کړي دي.
دغه څرګندونې د هغه مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن یکشنبه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د ازادي راډیو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ولسمشر غواړي چې په را روانو انتخاباتو کې بیا ځان کاندید کړي، وکړې.
ده وویل:
"په قطعي ډول ولسمشر کاندید دی او هم د خپل انتخاباتي ټیم په اړه سلا او مشورې کوي او ان شاالله خبر به یې وروسته واورئ."
له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر او د کورنيو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي اعلان کړی و چې غواړي په دغو انتخاباتو کې چې ټاکل شوې د راروان کال د حمل په ۳۱مه ترسره شي، ځانونه کاندید کړي.