د اسرائیل پولیسو د رشوت په تور د نتانیاهو د بیا محاکمې غوښتنه کړې
د اسرائیل پولیسو د رشوت په تور د صدراعظم بینامین نتانیاهو د بیا محاکمې غوښتنه کړې ده.
دا په ورستیو میاشتو کې درېیم ځل دی چې د هغه پرضد ورته سپارښتنه کېږي.
پولیسو له دې مخکې د فساد په دوو دوسیو کې له نتانیاهو څخه د تحقیقاتو سپارښته کړې وه.
نتانیاهو په یوه بیان کې پرځان او پر مېرمنې یې لږول شوي تورونه سمدستي رد کړي دي.
د اسرائیل صدراعظم په ټولو درې واړو دوسیو کې پر ده لګول شوي تورونه د سیاسي مخالفانو له خوا یوه دسیسه بللې ده.