د تحریک لبیک پاکستان غړي به په ترورېزم او فتننې تورن شي
د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي او څو نور غړي به په ترورېزم او فتننې تورن شي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، فواد چودري پرون، شنبه د ډسمبر لومړۍ، په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې رضوي او د تحریک لبیک پاکستان نور مهم غړي د خلکو مال او ځان ته د تاوان رسولو او د حکومت ضد څرګندونو له امله له دې تور سره مخامخ دي.
خادم حسین رضوي او د هغه پلویانو چې شمېر یې تر ۳۰۰۰ زیات بلل کېږي، د یوې مسیحۍ ښځې، اسیه بي بي په برخه کې د پاکستان د سترې محکمې د حکم پر خلاف په مظاهرو کې لاس درلود.
اسیه بي بي په ۲۰۰۸ میلادي کال کې په پاکستان کې اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور ونیول شوه.
خو د پاکستان سترې محکمې د اکټوبر په ۳۱مه نېټه پر هغې لګېدلی تور بې ځایه وباله او د هغې د ازادۍ حکم یې وکړ.
خادم حسین رضوي او پلویانو یې د پاکستان د سترې محکمې د حکم پر ضد له تشدده ډکې مظاهرې وکړې.
پر هغوی تور لګېدلی چې د مظاهرو په وخت کې د پاکستان د قضايي نظام او پوځ پر ضد له فتنې ډکې خبرې کړې او خلک یې تشدد ته تشویق کړي دي.