د ایران مشر ایت الله علي خامنه اي وايي، پر عراقي نظامي اډو راکټي حملې د امریکا پر مخ څپېړه ده. په ایران کې د یوه اکرایني هوايي شرکت الوتکه لوېدلې. د سومالیا په پلازمېنه کې په یوه موټر بم چاودنه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.
دغه پل ۱۱ کاله وړاندې ویجاړ شو او له همغه راهیسې د سیمې خلک له سیند څخه د تېرېدو لپاره له کښتیو استفاده کوي. نور جزییات یې د روح الله انوري په راپور کې وګورئ
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه یي وایي، په عراق کې پر امریکایي پوځي اډو د ایران حمله د متحده ایالتونو پرمخ یوه څپیړه وه او امریکا باید له سیمې ووځي.
د افغانستان په شمال ختیځ کې د تخار د یو شمېر ولسوالیو او د مرکز اړوند ځینو سیمو اوسېدونکي خپلسري وسله وال، په هدفي وژنو، وسله والو غلاوو، انسان تښتونې او د عامو خلکو په ځورولو تورنوې.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو د دې څرګندونو په غبرګون چې ایران د افغانستان سوله زیانمنوي وایي، د سیمې او نړۍ هېوادونه دې د افغان سولې د اجماع د پیاوړتیا لپاره رول ولوبوي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون چارواکي وايي، د نږدې شلو ولایتونو په یو شمېر محلونو کې بیا رأی شمېرنه کوي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د داخلي بې ځایه شویو او بېرته راستانه شویو کډوالو لپاره د ځمکو د وېشلو لړۍ پیل کړه.
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د پوځ یو "ام ای-۳۵" ډوله هلیکوپټره د تخنیکي ستونزو له امله په فراه کې نسکوره شوې ده.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن چهارشنبه (جدي ۱۸مه) له غرمې مخکې په ۱۱ بجو رامنځته شوې ده.
دفاع وزارت ویلي، د ملي اردو دغه جنګي هلیکوپټره د فراه له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله راولوېده.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې د هوايي ځواکونو دوه پیلوټان وژل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست او یوشمېر نورو ادارو له لوري د کرنې په برخه کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو د ورکړې په تړاو د دولتي ادارو او بانکونو له چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې نن په جلالا اباد کې جوړه شوه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل: "دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د پورونو ورکړه په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کولای شي."
ښاغلي بهسودي د کرنې ادارې له لوري مېرمنو ته په تېر کال کې د ترسره شويو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره لومړیتوبونه مشخص کړل.
د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې دوي د ساختماني موادو لپاره په ۲۹ ولایتونو کې ۱۴۷ ساحې مشخصې کړې دي.
هغه زیاته کړه: "په دې برخه کې شپږ بيلابيل تړونونه لاسلیک شوي دي، ۱۴ نورې پروژې هم چمتو دي، اساسي مسله داده چې مونږ د خپلو عایداتي سرچینو د ډيروالي لپاره په لسو منرالونو باندې کار کوو."
په دغو منرالونو کې چې د افغانستان د کانونو وزارت د عایداتي سرچینو لپاره غوره کړي تالک، مرمر، کرومایټ، مالګه او نورې برخې شاملې دي.
په پکتیکا ولایت کې هغه پلار چې خپلې درې لورګانې په زیات واټن تر ښوونځي بیایي او راولي د ګواښوونو او خبردارو له امله اندېښمن کړی.
د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې د ایران، عراق او د خلیج د سیمې پر اوبو د هغو ټولو هوایي شرکتونو د الوتکو پروازونه منع کړي چې په امریکا کې ثبت دي.
دا وروسته له هغه چې نن سهار وختي په عراق کې د امریکایي ځواکونو په دوو پوځي اډو د ایران لهخوا راکټي بریدونه وشول.
د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې ویلي چې په منځني ختیځ کې وضعیت کلک څاري.
د دې ادارې په بیان کې زیاته شوې چې په منځني ختیځ کې د پوځي فعالیتونو او سیاسي کړکېچونو د زیاتېدو په خاطر په پروازونو باندې ممنوعیت لګول شوی.
د امریکا له دې... Читать дальше...
په تهران کې د لویدلې اوکرایني الوتکې ټوله ۱۷۶ سورلۍ وژل شوې ده.
دا خبره د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا د ایراني چارواکو په حواله لیکلې ده.
د ایران د هوايي چلند ادارې ویاند رضا جعفر زاده وویل چې نن سهار په پاو باندې پنځو بجو د تهران له امام خمیني نړیوال هوايي ډګره د اوکرایین نړیوال هوايي شرکت یوه بویینګ ۸۰۰-۷۳۷ د کییف په مقصد والوته خو له پرواز لږ وروسته ولوېده.
لومړی د پېښې علت تخنیکي عوامل یاد شوي و.
د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د اوکرایینۍ الوتکې د ټولو سورلیو د وژل کېدو خبره تایید... Читать дальше...
خو له بلې خوا ورځپاڼې د ځينو سرچینو په حواله لیکلي چې ښاغلی سلیماني په ډېرو سازمان شویو وژنو کې لاس درلوده او وژلیې هېڅ مسؤلیت نهلري.
خپرونه لیکي، د قاسم سلیماني وژنې افغانان اندېښمن کړي دي چې هسې نه افغانستان د امریکا او ایران د نیابتي جګړې په ډګر بدل شي.
د افغانستان ولسمشر پرون د امريکا له دفاع وزير سره د سيمې پر امنيتي وضعيت، دغهراز د واشنګټن او تهران پر تازه بحران ټیليفوني خبرې وکړې.
جمهوري رياست وايي په دې مکالمه کې محمد اشرف غني د امريکا دفاع وزير مارک اسپر ته وويل، د دې وخت راغلى چې امريکا او ايران د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي.
د امريکا دفاع وزارت د دې ټیليفوني مکالمې په اړه جزئيات نهدي خپاره کړي.
د جمعې په ورځ د امريکا په يوه هوايي حمله کې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ايران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى. Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي، په پاکستانۍ کلدارو د مالي راکړې ورکړې د مخنيوي د کمپاين تر څنګ د بيو د کنټرول هڅه کوي.
د ځينو نورو ولايتونو تر څنګ په ننګرهار کې هم د افغانيو د ترويج لپاره د يوه کمېسيون له خوا په پاکستانۍ کلدارو د مالي راکړې ورکړې د مخنيوي کمپاين روان دى.
د والي وياند عطا اله خوږياڼي پرون ماښام ازادۍ راډيو ته وويل، ولايتي ادارې د بيو د کنټرول موضوع ته هم پام اړولى دى.
هغه زیاته کړه: "هڅه دا ده چې نرخونه کنټرول وساتو تر څو خلکو ته زيان ونه رسېږي، په همدې لړ کې ګڼې هټۍ چې نرخونه يې لوړ... Читать дальше...
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په پلازمېنه کابل او نورو لويو ښارونو کې د وسله والو غلاوو د مخنيوي لپاره اقدامات شوي دي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي پرون ازادۍ راډيو ته وويل، يوازې په کابل کې تر ٢٠٠ زيات کسان د بېلابېلو سرغړونو په تور نيول شوي دي.
هغه زیاته کړه: "په تېره يوه مياشت کې موږ ٢٦١ کسان چې په غلاوو، چپاولګرۍ، لارې شوکونې، وژنو، اختطاف او زورګويۍ تورن وو، يوازې په کابل کې ښار کې نيولي دي، مونږ پر يوه نوې تګلاره کار کوو، چې په دې ورځو کې به يې ژر تر ژره عملي کړو، چې په مرسته به... Читать дальше...
د غزني ولايت چارواکي وايي، د کابل-کندهار لويې لارې د بيا بندېدو د مخنيوي لپاره لازم تدابير سنجول شوي دي.
دغه لار د درنې واورې له کبله څو ورځې مخکې د مسافرو پرمخ تړل شوې وه خو د دوشنبې پر ماښام د واورو تر پاکولو وروسته بېرته پرانيستل شوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري تېر ماښام ازادۍ راډيو ته وويل: "د غزني ولايت د مرکز دغه راز اندړو، قره باغ، اب بند مقر او ګيلان ولسواليو په مربوطاتو کې تدابير شته، پرسونل مو د تيارسۍ په حال کې دى، تر څنګ يې په هغو سيمو کې چې د لارې د بندېدو امکانات په کې... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وايي باميان ولايت ته د ايران د قدس ځواکونو د نوي قوماندان اسماعيل قاآني د تېر کال د سفر په اړه څېړنې کېږي.
تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيو کې د باميان له والي طاهر زهير سره د قاآني د کتنې په اړه راپورونه او عکسونه خپاره شول.
اسماعيل قاآني په دې سفر کې ځان په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال معرفي کړى و.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون سې شنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، باميان ته د قاآني سفر د وزارت له خوا څېړل کېږي.
ښاغلي زمان... Читать дальше...
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې په يوه بمي چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ١٦ تنه نور ټپيان شوي دي.
د کوټې د پوليسو قوماندان عبدالرزاق چيمه وايي، بمب په يوه موټرسايکل کې ځاى پر ځاى شوى او پرون سې شنبه هغه موټر ته څېرمه منفجر شو چې امنيتي ځواکونه يې لېږدول.
په ټپيانو کې دوه کسه سرتېري دي.
جمعيت الاحرار ډلې چې د پاکستاني طالبانو يوه جلا شوې څانګه ده، د دې حملې مسووليت منلى دى.
بلخوا پرون په پنجاب ايالت کې د يوې پاکستانۍ جټ الوتکې د سقوط په پېښه کې د الوتکې دوه پيلوټان مړه شوي دي.
... Читать дальше...
د ايران د ځواکمن جنرال، قاسم سليماني مړى پرون ناوخته تر څو ساعته ځنډ وروسته خاورو ته وسپارل شو.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په يوه ناڅاپي سفر د سوريې پلازمېنې دمشق ته تللى دى.
ولسمشر پوتين د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل او په پام کې ده د سوريې له ځينو نورو چارواکو سره هم پر ځينو مسايلو بحث وکړي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د امريکا له خوا د ايران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته په سيمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.
د کرملين وياند دميتري پيسکوف وويل، چې ولادمير پوتين او بشارالاسد د سيمې پر مسايلو او وروستيو تحولاتو خبرې کړې دي.
روسيه د ايران تر څنګ د بشارالاسد له کليدي ملاتړو ګڼل کېږي.
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير وايي ايران د افغانستان د سولې بهیر د زيانمنولو لپاره فعالانه هڅه کوي.
په عراق کې د امریکا په دوو پوځي اډو د ایران تر راکټي بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټوېټر ویلي چې "هر څه ښه دي".
Спорт в России и мире
Москва
Бег — один из самых популярных видов спорта у россиян
Все новости спорта сегодня
Новости тенниса
ATP
Диего Шварцман: «Два чилийца в полуфинале в Риме. Шесть латиноамериканцев в топ-30. А ATP в следующем году уберет один из турниров в Южной Америке»
123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Экология в России и мире
Москва
Сотрудники СЛД «Курск» филиала «Московский» ООО «ЛокоТех-Сервис» продолжают проводить экологические акции
Путин в России и мире
Москва
Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об изменениях в налоговом и бюджетном законодательстве России
Лукашенко в Беларуси и мире
Минск
Минск и Баку открыли новую главу своих взаимоотношений
123ru.net —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
123ru.net — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Зеленский в Украине и мире
Киев
Терпящий военные неудачи Зеленский вымещает зло на верующих: в Киеве под покровом ночи снесли церковь, православным хотят запретить молиться дома
Навальный в России и мире
Здоровье в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России
Анастасия Волочкова
Суд Петербурга взыскал 5,3 млн рублей за вздувшийся паркет в квартире Волочковой
Москва
Что произошло 18 мая в истории Якутии
Друзья 123ru.net
Информационные партнёры 123ru.net
Спонсоры 123ru.net