د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په ناڅاپي سفر سوريې تللى
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په يوه ناڅاپي سفر د سوريې پلازمېنې دمشق ته تللى دى.
ولسمشر پوتين د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره وکتل او په پام کې ده د سوريې له ځينو نورو چارواکو سره هم پر ځينو مسايلو بحث وکړي.
دا سفر په داسې حال کې کېږي چې د امريکا له خوا د ايران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته په سيمه کې کړکېچ اوج ته رسېدلى دى.
د کرملين وياند دميتري پيسکوف وويل، چې ولادمير پوتين او بشارالاسد د سيمې پر مسايلو او وروستيو تحولاتو خبرې کړې دي.
روسيه د ايران تر څنګ د بشارالاسد له کليدي ملاتړو ګڼل کېږي.