Мы в Telegram
Добавить новость
123ru.net
Pa.azadiradio.com
Январь
2020

Новости за 14.01.2020

په ۲۰۱۹ کال کې منځنۍ اسیا او څلور مهمې مسئلې یې

Pa.azadiradio.com 

پنځه هېوادونه او له چین سره یې اړیکې، له افغانستان څخه د سخت دریځو اسلامي ډلو ګواښ، د انټرنټ د کنټرول له لارې د حکومتونو له خوا د معلوماتو د بهیر د کابو کولو څرنګوالی او په سیمه کې د څېرې پېژندلو له ټکنالوژۍ څخه پراخه استفاده په دې موضوعاتو کې شامل دي.

د کاناډا لومړی وزیر: که د ایران او امریکا کړکېچ نه وای د تهران هوايي پېښه نه رامنځته کېده

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا صدراعظم، جسټن ترودو ویلي چې که په سیمه کې هغه کړکېچ چې اوسمهال موجود دی نه وای، هغه کاناډایان به چې د جنورۍ په ۸مه، په ایران کې د الوتکې د سقوط له امله ووژل شوول، ژوندي وائ. ترودو له ګلوبل نیوز ټلوېزیون سره په مرکه کې دا بیان ورکړی دی. د ایران پوځ د جنورۍ په ۱۱مه ومنله چې سهواً يې د اوکرایین د نړیوالې هوايي کرښې یوه الوتکه وویشته چې ۱۷۶ کسان په کې ووژل شول. په هغوي کې ۵۷ تنه د کاناډا وګړي ول. جسټن ټروډو په پرونۍ مرکه کې ویلي چې دامریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره یې خبرې کړې او ټینګار یې کړی چې کړکېچ باید کم شي. Читать дальше...



کرکټ: افغانستان په وروستۍ درجه بندۍ کې يو ځل بيا له سريلانکا مخکې شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل،چې د افغانستان ملي لوبډله د کرکټ نړيوالې شورا د شل اوريزو لوبو په وروستۍ درجه بندۍ کې له سريلانکا يو ځل بيا مخکې او ۷ مقام ته پورته شو. د افغانستان او سريلانکا دواړه لوبډلې په شل اوريزو لوبو کې ۲۳۶-۲۳۶ نومرې لري، چې افغانستان په ۲۳ لوبو او سريلانکا په ۲۹ لوبو کې ترلاسه کړې دي.

پاکستان کې واورو او بارانونو لږ تر لږه ۴۲ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې له طبیعي افتونو سره د مباررزې چارواکي وايي، په دې هېواد کې له تېرو څو ورځو راهیسې پرله پسې واورو او بارانونو لسګونه کسان مړه او ټپیان کړي دي. پاکستاني رسنۍ ددغه ادارې د چارواکو په حواله وايي چې په ټول پاکستان کې وروستیو واورو او بارانونو لږ تر لږه ۴۲ کسان وژلي او په ګڼو سیمو کې ورځنی ژوند اغېزمن کړی دی. واورو او بارانونو د پاکستان بلوچستان صوبه او ازاد کشمیر سیمه تر ټولو زیاته ځپلې ده. په بلوچستان کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواکيو رسنیو ته ویلي، په دغه صوبه کې واورو،... Читать дальше...



د لیبیا د حکومت مخالف مشر ته د ترکیې ولسمشر خبرداری

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې ولسمشر  رجب طیب اردغان ویلي چې که چېرې په لیبیا کې د وسله والو مشر خلیفه حفتر د هغه هېواد پر حکومت چې ملګروملتونو په رسمیت پېژندلی حملې بندې نه کړي، ترکیه به سبق ورکړي. ترکیه چې د ناټو تړون غړیتوب لري په لیبیا کې د طرابلس د حکومت ملاتړ کوي. خلیفه حفتر ته دا اخطار اردوغان نن، د جنورۍ په ۱۴مه، په ټلوېزیوني وینا کې ورکړ. تردې وړاندې د لیبیا د طرابلس په ښار کې د په رسمیت پېژندل شوي حکومت مشر فایض السراج او د وسله والو مشر خلیفه حفتر په روسیه کې سره وکتل. خو دواړه پرته له دې چې د اوربند موافقه وکړي، له روسیې ولاړل. Читать дальше...

د ټاکنو کمېسیون پخوانیو کمېشنرانو محاکمه کابل کې پیل شوه

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د انتخاباتي کمېسونونو مخکنیو ۹ غړو محاکمه نن د جنورۍ ۱۴مه، په کابل کې پیل شوه. هغوی په افغانستان کې له اداري فساد او لویو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز کې د استیناف محکمې، محاکمه کول. عبدالعزیز اریایي، عبدالبصیر فایز، حمیرا حقمل، ګلاجان عبدالبدیع صیاد، معاذالله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیسي تېرکال په افغانستان کې د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو د ثبت د فورمو د بدلولو په تور محاکمه کېږي. لومړۍ محکمې پرهغوي د نهه کاله بند حکم کړی و. Читать дальше...

له دې وروسته افغان شرکتونه قیمتي ډبرې پروسس کولای شي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره افغان شرکتونو ته جواز ورکول کېږي چې قیمتي ډبرې په هېواد کې دننه پروسس کړي. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل، چې له دې لارې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. هغه زیاته کړه: "مونږ شرکتونو ته اجازه ورکوو څو دننه په هېواد کې دننه قیمتي ډبرې پروسس او بهر ته ولېږي، په دې وروستیو کې یو شرکت حاضر شو، چې دوه میلیونه ډالره پانګونه وکړي، له دې لارې به پنځه سوه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي." تر دې وړاندې دغه قیمتي ډبرې... Читать дальше...

افغانستان کې د کلیوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا هڅې

Pa.azadiradio.com 

د کلیوالي ښځو د اقتصادي پیاوړتیا ​دویم کنفرانس نن په کابل کې جوړ شو. دغه کنفرانس "افغانانو لپاره سبا موسسه" له خوا جوړ شوی و. د دې موسسې عمومې مشرې نګینه یاري په دې کنفرانس کې وویل: "د دې موسسې له لارې افغان میرمنو ته واړه پورنه ورکول کېږي، دا چې کورنۍ څنګه کولای شي په دې برخه کې ونډه واخلي دغه شان د دوی د اقتصادي پیاوړتیا لپاره پروګرامونه شامل دي، که څه هم ستونزې موجودې دي خو زمونږ دا پروګرامونه روان دي." نوموړې وویل، که څه هم په تېرو کلونو کې د ښځو اقتصادي لاسته راوړنې د پام وړ وې، خو وایي چې په دې برخه کې باید لا زیات کار وشي. Читать дальше...

لوګر کې پولیسو ۳ وسله وال غله وژلي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې درې وسله وال غله یې وژلي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپوراحمدزی وایي، پولیسو دا وسله وال غله تېره شپه د کابل- لوګر پر لويه لاره هغه مهال ووژل چې د محمداغې ولسوالۍ په یو سیمه کې یې د عمومي سړک پر سر خلک لوټل. د ښاغلي احمدزي په وینا، ملي امنیتي ځواکونه د خبر له ترلاسه کولو وروسته سمدستي سیمې ته ورسېدل او درې واړه وسله وال غله یې په وسله واله نښته کې ووژل. احمدزی زیاتوي چې په نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.  د کابل- ګردېز د لویې لارې په اوږدو... Читать дальше...

پکتیا له زندانه د ۷ بندیانو د تېښتې قضیې په تړاو ۱۲ کسان نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا له زندانه د اوو بندیانو د تېښتې د قضیې په تړاو چارواکو دولس کسان نیولي دي.  د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن سهار ازادۍ راډیو ته وویل، د بندیانو د تېښتې د پرونۍ پېښې په اړه د څېړنې موظف کمېسیون د هغو کسانو د نیولو امر کړی چې په دې قضیه کې لاس لري او یا یې په دنده کې غفلت کړی. هغه زیاته کړه: "د پکتیا ولایت د عمومي محبس د مدیر په ګډون ۱۲ کسان نیول شوي دي چې اوس مهال ترې تحقیقات دوام لري، د څېړنو په پایله کې به ډېرې پوښتنې ځواب شي او وروسته به له رسنیو سره په دې معلومات شریک شي." د... Читать дальше...

چارواکي: اوکراین له پیله پوهیده چې الوتکه ایران ویشتلې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین یو امنیتي چارواکی وايي، هېواد یې له پیله پوهیده چې د اوکراین د هوايي کرښې الوتکه ایران ویشتلې خو په دې اړه یې په علني ډول څه ونه ویل او د پېښې ځای ته د تلو غوښتنه وکړه. د اوکراین اپوزیسیون پر ولسمشر ولودیمیرزیلینسکي له دې کبله انتقاد وکړ چې ولې یې سمدستي اعلان ونکړ چې ښايي د ۱۱ اوکراینیانو په ګډون د ۱۷۶ مسافرو لرونکې دا الوتکه به د ایران پوځ په توغندي ویشتلې وي. د اوکراین د ملي امنیت او دفاعي شورا منشي اولیکسي دانیلوف د ازادي راډیو او امریکا غږ اړوند روانو چارو ټلویزیون ته وویل کییف... Читать дальше...

پومپیو: د عراق فرقه يي مشران د امریکا د پوځي حضور ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وايي، له عراقه د امریکايي ځواکونو د وتلو له عمومي غوښتنو سره سره، د دې هېواد بېلابېل فرقه يي مشران هلته د امریکا د پوځي حضور ملاتړ کوي. په بغداد کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه حمله کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قوماندان جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د عراق پارلمان د جنوري په ۵مه نېټه هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې له دې هېواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي. مایک پومپیو پرون د جنوري په ۱۳مه د کلیفورنیا په سټانفورډ پوهنتون کې د محصلینو... Читать дальше...

ملي ارمان: ویل کېږي امریکا او طالبان وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي

Pa.azadiradio.com 

د سرمقاله لیکونکي په باور، دغه امریکايي جګپوړی چارواکی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو نوی پړاو یوه میاشت مخکې پیل شوی او ویل کېږي چې دواړه لوري وروستۍ هوکړې ته نږدې شوي دي.

بلخ کې غبرګو چاودنو ۲ کسه وژلي

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې د دوو چاودنو له امله ۲ کسه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي. د بلخ امنیتي چارواکي وايي، د دوو پرلپسې چاودنو له امله د مزارشریف ښار په نهمه ناحیه کې دوه ماشومان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون ۹ کسان ټپیان دي. د بلخ د امنیې قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، دغه پېښه د سړک غاړه کې د ځای پر ځای شویو ماینونو د چاودنو له امله رامنځته شوي دي. هغه د پېښې لامل نه دی یاد کړی خو وايي، په اړه یې څېړنې پیل شوي دي. په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، دغه چاودنې د مزارشریف ښار په کیک مزه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Булат Окуджава

В Петербурге представят моноспектакль к 100-летию Булата Окуджавы





Персональные новости
Росгвардия

В Красноярском крае сотрудники и военнослужащие Росгвардии почтили память ликвидаторов аварии на Чернобыльской АЭС





د ایران له لوري د نسکورې شوې الوتکې په تړاو لندن کې بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر وايي، نن (سه شنبې) له خپلو افغان، بریټانوي، اوکرایني او سویډني سیالانو سره ګوري او په تهران کې د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې په نسکورېدو ورسره بحث کوي. فرانسوا فیلیپ شمپین د دوشنبې په ورځ وویل، دا پنځه لوړپوړي ډیپلوماټان په لندن کې سره وګوري. تمه کیږي چې د افغانستان له اړخه به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادریس زمان په دې غونډه کې برخه واخلي. تیره اونۍ تهران ته نژدي د ایران په پوځي توغندي نسکوره شوې اوکراینۍ الوتکه کې ۱۷۶ کسان ووژل شول چې ۷۶ یې ایرانیان، ۶۳ یې کاناډایان او ۱۳ یې افغانان وو. Читать дальше...

فراه کې له نیولو وروسته په نشه يي توکو د ۳۶ روږدو کسانو درملنه

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې په نشه يي توکو شپږ دیرش روږدي کسان راټول شوي او په نشو د روږدو کسانو د درملنې روغتیايي مرکزونو ته تسلیم شوي دي. د فراه د امنیې قومندانۍ ویاند محب الله محب ازادي راډیو ته وویل، دا په نشو روږدي کسان د ژمي په سړه هوا کې په ډیر ناوړه وضیعت کې وو. هغه زیاته کړه: "اوس ژمی دی او هوا سړه ده، په نشه يي موادو روږدي کسان په دې فصل کې کې په سړکونو اوسېږي، د سړې هوا په خاطر مو هغوی د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو په وسیله راټول او روغتیايي کلینیکونو ته مو وسپارل." تر دې مخکې د فراه... Читать дальше...

افغانستان کې وروستیو واورو او بارانونو ورېدو نږدې ۲۴ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په ورستیو ورځو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د زیاتو واورو او بارانونو ورښت له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي دي. طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت د وزارت ویاند احمد تمیم عظیمي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل: "هغه راپورونه چې تر اوسه مو ترلاسه کړي، شا او خوا ۲۴ کسان شهیدان شوي او او ۴۰ کسان ټپیان شوي دي، ۱۲۱ کورونه قسماً او ۱۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي." د ښاغلي عظیمي په وینا دا مرګ ژوبله او ویجاړۍ د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه ۷ هغو ولایتونو چې ډیرې واورې او بارانونه په کې شوي رامنځ ته شوي. Читать дальше...

ایران: بریټانیا دې د "کومې نوې تیروتنې" له کولو ډډه وکړي

Pa.azadiradio.com 

په تهران کې د بریټانوي سفیر له توقیف وروسته، ایران بریټانیا ته خبرداری ورکړی چې د "کومې نوې تیروتنې" له کولو ډه ډه وکړي. په تهران کې د بریټانیا سفیر راب مکایر ویلي، دا د شنبې په ورځ وروسته له هغې په موقته توګه بندی شو چې تهران ته نژدې د ایران په توغندي د نسکورې شوې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو په یاد یې د ډیوو بلولو مراسمو کې ګډون وکړ. د الوتکې د پېښې د قربانیانو درې تنه بریټانویان وو. د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی بریټانوي سفیر د دې لپاره احضار کړی و څو "په غیرې قانوني لاریون کې د هغه د غیرې متعارف" ګډون په اړه ورته اعتراض وسپاري.

د لیبیا جګړه کې د ښکېلو لوریو ترمنځ د سولې خبرې ځنډیدلي

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د لیبیا په جګړه کې د ښکیلو لورو د مشرانو ترمنځ د سولې خبرې تر نن ( سه شنبې) ځنډیدلي. تر دې مخکې دواړو لوریو د روسیې او ترکیې له خوا د اوربند وړاندیز منلی دی. په طرابلس کې د ملګرو ملتونو له خوا د لبیا د پېژندل شوي حکومت مشر فایض السراج، او رقیب یې خلیفه حفتر چې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د وسله والو مشري کوي، د دوشنبې په ورځ د روسیې او ترکیې له لوړپوړو ډیپلوماټانو او پوځي چارواکو سره د خبرو لپاره وکتل. دې خبرو ۷ ساعته دوام وکړ. دا خبرې د تړلو دروازو تر شا وشوې، او سراج او حفتر مخامخ سره ونه کتل. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Шесть скейт-парков и роллердром работают на площадках «Московских сезонов»


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Елена Рыбакина

"Я играю и зарабатываю хорошие деньги, но...". Рыбакина назвала главную проблему в женском теннисе


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Пресс-релиз | CRYPTONIUM | Новая экосистема для заработка на криптовалюте | Арбитраж | Трейдинг | Обучение





Путин в России и мире
Москва

Мантуров: на инаугурации Путина 7 мая представят обновленный Aurus Senat


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

Русских заявил о субсидировании новых авиарейсов до Минска




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире

Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Филипп Киркоров

«Смотрю в зеркало и говорю: ну красивый!»: Филипп Киркоров отметит день рождения в «Шоу Воли» на ТНТ



Москва

Синоптик Леус сообщил, что на Солнце произошла вторая X вспышка за сутки

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net