ننګرهار کې د کلدارو د راکړې ورکړې مخنیوي ترڅنګ بیې هم کنټرولیږي
د ننګرهار چارواکي وايي، په پاکستانۍ کلدارو د مالي راکړې ورکړې د مخنيوي د کمپاين تر څنګ د بيو د کنټرول هڅه کوي.
د ځينو نورو ولايتونو تر څنګ په ننګرهار کې هم د افغانيو د ترويج لپاره د يوه کمېسيون له خوا په پاکستانۍ کلدارو د مالي راکړې ورکړې د مخنيوي کمپاين روان دى.
د والي وياند عطا اله خوږياڼي پرون ماښام ازادۍ راډيو ته وويل، ولايتي ادارې د بيو د کنټرول موضوع ته هم پام اړولى دى.
هغه زیاته کړه: "هڅه دا ده چې نرخونه کنټرول وساتو تر څو خلکو ته زيان ونه رسېږي، په همدې لړ کې ګڼې هټۍ چې نرخونه يې لوړ وو، تړل شوي دي دغه راز د تېلو پمپونه او درملتونونه هم تړل شوي دي، په دې برخه کې ولايتي اداره په جدي ډول اقدام کوي مونږ هم غواړو افغانۍ ترويج شي، هم خلکو ته زيان ونه رسېږي او نرخونه کنټرول شي."
مخکې خلکو شکايت کاوه، چې د افغانيو د ترويج له کمپاين سره سم دوکاندارانو په خپل سر د اجناسو نرخونه زيات کړي، چې دې مسئلې عام خلک زيانمن کړي دي.
د ننګرهار اوسېدونکو د وړو افغانۍ بانک نوټونو له کموالي هم شکايت درلود خو د ننګرهار چارواکي وايي پر صرافاتو يې په کافي اندازه واړه بانک نوټونه ويشلي.