ننګرهار کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو ورکړې په تړاو هڅې
د ننګرهار د کرنې ریاست او یوشمېر نورو ادارو له لوري د کرنې په برخه کې ښځینه متشبثینو ته د پورونو د ورکړې په تړاو د دولتي ادارو او بانکونو له چارواکو سره د همغږۍ ګډه غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې، چې نن په جلالا اباد کې جوړه شوه د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس ډاکتر محمد ضمیر بهسودي وویل: "دکرنې او مالدارۍ په برخه کې د اسلامي اصولو له مخې د پورونو ورکړه په دې برخه کې لا اسانتیاوې رامنځته کولای شي."
ښاغلي بهسودي د کرنې ادارې له لوري مېرمنو ته په تېر کال کې د ترسره شويو فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په تړاو هم معلومات وړاندې کړل.
نوموړي وویل، چې دغه پورونه افغان میرمنې له اقتصادي پلوه ځان بساینې ته رسوي.