چارواکي: کابل او لویو ښارونو کې د غلاوو مخنیوي په هدف اقدامات شوي
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي په پلازمېنه کابل او نورو لويو ښارونو کې د وسله والو غلاوو د مخنيوي لپاره اقدامات شوي دي.
د دغه وزارت وياند نصرت رحيمي پرون ازادۍ راډيو ته وويل، يوازې په کابل کې تر ٢٠٠ زيات کسان د بېلابېلو سرغړونو په تور نيول شوي دي.
هغه زیاته کړه: "په تېره يوه مياشت کې موږ ٢٦١ کسان چې په غلاوو، چپاولګرۍ، لارې شوکونې، وژنو، اختطاف او زورګويۍ تورن وو، يوازې په کابل کې ښار کې نيولي دي، مونږ پر يوه نوې تګلاره کار کوو، چې په دې ورځو کې به يې ژر تر ژره عملي کړو، چې په مرسته به يې په پوليسو کې کادري اصلاحات راشي."
دا په داسې حال کې ده چې، د کندوز ولايت په لسګونو اوسېدونکو پرون د وسله والو غلاوو د زياتېدو له کبله مظاهره وکړه.
بلخوا په کابل کې تېره شنبه غلو يو محصل علي سينا وروسته له هغې وواژه، چې ده غلو ته د خپل موبايل ټليفون او کمپيوټر له ورکولو ډډه وکړه.
د کورنيو چارو وزارت وايي د اصلاحاتو په مرسته به له خلکو سره د پوليسو چلند بدل او د جرمونو په وړاندې به مبارزه نوره هم چټکه شي.