د کابل-کندهار لويې لارې د بيا بندېدو مخنيوي لپاره لازم تدابير سنجول شوي
د غزني ولايت چارواکي وايي، د کابل-کندهار لويې لارې د بيا بندېدو د مخنيوي لپاره لازم تدابير سنجول شوي دي.
دغه لار د درنې واورې له کبله څو ورځې مخکې د مسافرو پرمخ تړل شوې وه خو د دوشنبې پر ماښام د واورو تر پاکولو وروسته بېرته پرانيستل شوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري تېر ماښام ازادۍ راډيو ته وويل: "د غزني ولايت د مرکز دغه راز اندړو، قره باغ، اب بند مقر او ګيلان ولسواليو په مربوطاتو کې تدابير شته، پرسونل مو د تيارسۍ په حال کې دى، تر څنګ يې په هغو سيمو کې چې د لارې د بندېدو امکانات په کې شته، يا خطر په کې وي، هلته زموږ د قراردادي شرکت ماشينري موجوده ده."
د والي وياند وايي د کابل-کندهار د لويې لارې مسافر په اسانۍ کولاى شي د غزني په مربوطاتو کې سفر وکړي.
بلخوا د زابل ولايت امنيه قوماندانۍ ويلي چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې هم د واورو د پاکولو لپاره لازم تدابير سنجول شوي دي.