باميان ته د ايران د قدس ځواکونو د نوي قوماندان د سفر په اړه څېړنې کېږي
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست وايي باميان ولايت ته د ايران د قدس ځواکونو د نوي قوماندان اسماعيل قاآني د تېر کال د سفر په اړه څېړنې کېږي.
تر دې مخکې په ټولنيزو رسنيو کې د باميان له والي طاهر زهير سره د قاآني د کتنې په اړه راپورونه او عکسونه خپاره شول.
اسماعيل قاآني په دې سفر کې ځان په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال معرفي کړى و.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ادريس زمان پرون سې شنبه په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، باميان ته د قاآني سفر د وزارت له خوا څېړل کېږي.
ښاغلي زمان زياته کړه، د اوس لپاره يوازې دا تاييدوي چې اسماعيل قاآني هېڅکله په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال نه و.
د هغه خبر له مخې چې د ١٣٩٧ل کال د چنګاښ/سرطان پر شلمه په فېسبوک کې د باميان د والي دفتر له خوا خپور شوى و، راغلي: "په کابل کې د ايران د سفارت مرستيال اسماعيل قاآني په باميان کې له والي طاهر زهير سره وکتل او د سفر هدف يې په باميان کې د ١٢٠ بستريز امام خميني روغتون د ودانۍ د رغونې د کار ارزونه وه."