فراه کې د افغانستان د پوځ یوه هلیکوپټره رالوېدلې ده
د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د پوځ یو "ام ای-۳۵" ډوله هلیکوپټره د تخنیکي ستونزو له امله په فراه کې نسکوره شوې ده.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن چهارشنبه (جدي ۱۸مه) له غرمې مخکې په ۱۱ بجو رامنځته شوې ده.
دفاع وزارت ویلي، د ملي اردو دغه جنګي هلیکوپټره د فراه له مرکز څخه پرچمن ولسوالۍ ته روانه وه چې د تخنیکي ستونزو له امله راولوېده.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه پېښه کې د هوايي ځواکونو دوه پیلوټان وژل شوي دي.