Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

امريکا او يو شمېر هېوادونه د طالبانو له لوري د ښځو پر کار د بنديز پر پرېکړه اندېښمن دي

0
په افغانستان کې د طالبانو له لوري په نا دولتي کورنیو او بهرنیو موسسو کې د ښځینه کارکونکو په کار د بندیز په پرېکړه د نړیوالو غبرګونونو دوام.


د متحده ایالاتو په ګډون ګڼو اروپايي او امریکايي هېوادونو د طالبانو دا پرېکړه غندلې او ویلي دي، چې دوی د طالبانو پر دې پرېکړه اندېښمن دي.


د متحده ایالاتو، استرالیا، کاناډا، ډنمارک، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، ناروې، سویزرلنډ، هالنډ او برېتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې د لوړ پوړي پلاوي په دې ګډه اعلامیه کې چې نن خپره شوې راغلي دي، د طالبانو په دې کار سره د میلیونونو هغه افغانانو ژوند له خطر سره مخ کېږي چې ژوند يې په بشري مرستو بورې تړلی دی.




په اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې خپله دغه پرېکړه ژر تر ژره بېرته واخلي.


په دې ګډه اعلامیه کې راغلي: "ښځې د بشري مرستو او لومړنیو اړتیاو په رسولو کې بنسټیز رول لري، که هغوی په افغانستان کې د مرستو په رسولو کې برخه وانه‌خلي نو موسسې به ونه‌شي کړای چې په دې هېواد کې اړمنو کسانو ته خواړه، دارو درمل، ژمني توکي او د ژوند اړوند خدمتونه ورسوي."


په دغه ګډه اعلامیه کې، چې نن خپره شوې راغلي دي چې د طالبانو دا پرېکړه به د نړیوالې ټولنې له لوري د بشري مرستو رسولو چارې هم اغېزمنې کړي، ځکه د اعلامیې په ټکو نړیواله ټولنه د مرستو رسولو په چارو کې پر همدغه موسسو تکیه کوي.




په اعلامیه کې راغلي دي، چې طالبانو د افغانانو په ځانکړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، ازادیو او هوساینې نقضولو ته دوام ورکړی او له نړیوالې ټولنې سره يې د اړیکو عادي کولو ته لېوالتیا نه‌ده ښودلې.


د متحده ایالاتو په ګډون د بېلابېلو هیوادونو په دې ګډه اعلامیه کې د افغانانو د هغه غوښتنې ملاتړ شوی چې له‌مخې يې باید نجونې ښوونځيو او پوهنتونونو ته ستنې شي.




په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې طالبان دې د افغان نجونو او ښځو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو ته درناوی وکړي.


طالبانو د ښځو په وړاندې د محدودیتونو په دوام په د روانې ډیسمبر میاشتې په ۲۴مه په ټولو غیر دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار بندیز ولګاوه.


له دې وړاندې بیا دوی تر بل امر پورې د نجونو په وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.




له شپږم ټولګي پورته ښوونځي خو د دوی له بیاځلي واکمنېدو راهیسې د نجونو پر مخ تړل شوي دي.


د طالبانو دغه پرېکړو په کور دننه او بهر پراخ نړیوال غبرګونونه راپارولي او دوی له افغان مېرمنو سره د ژمنو په ماتېدو تورن ګنل شوي.


تازه په ټولنیزو رسنیو کې هغه ویډیو خپره شوې چې د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د دوحې د هوکړې پر مهال يوه ډله له افغان مېرمنو سره د زده‌کړو او کار ژمنې کوي.


په دې ویډیو کې د طالبانو د دوحې د مذاکراتي ټیم غړی شهاب الدین دلاور چې اوس د طالبانو د حکومت د کانونو او پترولیم سرپرست وزیر دی، وایي له لومړي ټولګي د دوکتورا تر کچې زده کړې د نجونو حق دی.




نوموړی وايي: "د اسلامي احکامو او افغاني عنعناتو سره سم د زده‌کړو حق، دا اوس په دې اړه خویندو مانه پوښتنه وکړه، زده‌کړه د ښځو حق ده، له لومړي ټولګي نیولي، له بغدادۍ قاعدې نیولې تر بخاري شریف او تر دوکتورا پورې، بله موضوع د ښځو د کار ده، زموږ خویندې په دې اړه اندېښنه لري، ښځې حق لري چې د اسلامي احکامو په رڼا کې او افغاني دودونو له‌مخې د هېواد د پرمختګ او خپلې کورنۍ د هوساینې لپاره کار وکړي."


خو اوس طالبانو نه یوازې دا چې د زده‌کړو او کار په برخه کې خپلې دغه ژمنې نه‌دي عملي کړې، بلکې مېرمنې یې تفریحي پارکونو، عمومي حمامونو او ورزشي کلبونو ته هم له ورتګ منع کړي او له شرعي محرم پرته یې د دوی په لرې واټن سفر هم بندیز لګولی دی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net