Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استادانو د طالبانو پر وروستۍ پرېکړه اعتراض کړی

0
د کابل پوهنتون د فارمسي پوهنځي استادانو د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د دې پرېکړې په اړه، چې پوهنتونونه یې د ښځينه محصلانو پر مخ تړلي دي، خپله نارضایتي ښودلې او د اعتراض غږ یې پورته کړی.


د دې پوهنتون د فارمسي پوهنځي یوه استاده ناجیه شېرزۍ وايي چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت د لیندۍ یا قوس د میاشتې د ۲۹مې نېټې له پرېکړې ناخوښه وه او په اړه یې اعتراض درلود.


نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې د ښځینه محصلانو پرمخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو پرېکړه غیرعادلانه ده.


هغې وویل: "اوس مو اعتراض کړی که دا حالت همداسې دوام وکړي شخصاً زه خپله استعفا کوم او دا غږ نه یوازې زما یا د فارمسي د پوهنځي د استادانو غږ دی دا د افغانستان په کچه د تولو پوهنتونونو د زرګونو استادانو غږ دی."


د کابل پوهنتون د فارمسي د پوهنځي استادانو په ټولنیزو رسنیو هم یو اعتراض لیک خپور کړی، له یادې پرېکړې یې خپله ناخوښې څرګنده کړې او د طالبانو حکومت له لوړو زده کړو وزارت یې غوښتي چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.


د دې لیک په یوه برخه کې چې د یاد پوهنځي د ۱۳ استادانو له خوا لیکل شوی او نومونه یې په کې شته راغلي: "د ښوونځيو د زده کونکو په لیک لوست کې د دوه کلن ځنډ په دوام دا یو بل هغه عمل دی چې نه یوازې د میلیونونو افغانانو زړونه یې وځورول بلکې د کابل پوهنتون استادانو ته یې هم روحي او اخلاقي صدمه ورسوله، نو ځکه د دې حکم پر وړاندې ناخوښي ښیو او اعتراض کوو."


د کابل پوهنتون د فارمسي د پوهنځي یو بل استاد نعمان نایبخېل هم ازادي راډیو ته وویل، دا اعتراض لیک دوی ټولو هغو کسانو ته لیکلی دی چې د ښځینه استادانو او محصلانو پر مخ د پوهنتونونو د دروازو د تړل کېدو په پرېکړه کې دخېل دي.


نایبخېل وویل: "ټول هغه کسان چې په دې پرېکړه کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول دخېل دي دا اعتراض لیک مو ورته وړاندې کړ. د ښځینه استادانو رخصتول او د نجونو پرمخ د پوهنتون دروازو بندل یو ښه نښه نه وینو، ځکه مو اعتراض لیک ولیکه او مسوولو کسانو ته مو ورساوه."


مخکې تر دې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصلانو هم په یو لیک کې د طالبانو له حکومت غوښتي وو چې خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.




د ازموینو د ملي ادارې پخوانی مشر عبدالقدیر خموش وایي، یو کس په ساده ګۍ د استادۍ مقدسې دندې ته نه رسېږي، یو عمر هلې ځلې کوي، خواري ګالي، بیا د تورې یا سپینې تختې مخکې درېږي او محصلانو ته تدریس کوي.


د نوموړي په خبره، په دې ډول د دوی ضایع کول، د افغانستان له ځوان نسل سره لوی ظلم دی.




هغه وویل: "کلونه کلونه زحمت باسي د ښوونځي دوره، د پوهنتون دوره، ماستري، ډاکتري، ورځ او شپه په ځان یوه کړي، تحقیق وکړي ترڅو دې ته چمتو شي چې تدریس وکړي. دا چې استعفا ته مجبورېږي د دې جبران کول ساده کار نه دی، د دې زیان بېرته زموږ خپل هېوادوال ویني."



د یادونې ده چې وړاندې تر دې بیا د کابل پوهنتون محصلانو په یو لیک کې له خپلو استادانو غوښتي وو چې استعفاوې ونه کړي، ځکه د دوی په خبره استعفا کول حل لاره نه ده او اکاډمیک ماحول اغېزمنوي.


د ازادي رادیو خبریال وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د ویاند حافظ ضیا الله هاشمي نظر هم په دې اړه ولري، خو هغه په دې اړه پوښتنې ځواب نه کړې.


د تېرې اونۍ د سې شنبه له ورځې څخه راپه دېخوا چې د طالبانو حکومت د نجونو محصلانو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې، په اکثرو ولایتونو کې محصلانو لاریونونه وکړل په لسګونو استادانو استعفاوې ورکړې، په کور دننه او بهر تند غبرګونونه وښودل شول، خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په خپله کړې پرېکړه کې کوم بدلون نه دی راوستی.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net