Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

هرات کې یو شمېر ښځینه محصلانو د پوهنتونونو د تړلو په اعتراض لاریون کړی

0
هرات کې یو شمېر نجونو محصلانو پر دوی د طالبانو له‌خوا د پوهنتونونو د تړلو په اعتراض لاریون کړی.


د هرات پوهنتون یو شمېر نجونو محصلانو د عدالت لپاره غږ پورته کړ او وايي، زده‌کړې یې اسلامي او انساني حق دی، خو طالبانو پرې د اور وژونکې اطفایې په وسیله اوبه وشیندلې او اجازه یې ورنه کړه چې مخکې لاړې شي.


د دوی د لاریون ویډیوګانې چې خپله د همدې معترضو محصلانو له‌خوا ثبت شوي، د نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړو فعالانو په ګروپونو او ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي.


په ویډیوګانو کې ښکاري چې په لاریون کوونکو د طالبانو اطفايې اوبه شیندي او هغوی د اوبو د شدت له‌امله په ځمکه لوېږي.


لاریون کوونکې وايي، نن سهار لس بجې یې د مستوفیت له څلور لارې لاریون پیل کړ او غوښتل یې د ولایت تر مقامه ولاړې شي، خو طالبانو یې مخه ونیوله.




د لاریون یوې ګډونوالې شکیبا صدیقي ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو زموږ مخه ونیوله او په لرګو، اطفايي، ټوپکو او برقي لرګیو یې زموږ مقابله پیل کړه. ولې بیا هم ودرېدو او ولایت ته نږدې شوي وو. موږ ټولو نجونو (تحصیل زموږ حق دی، تحصیل د ټولو لپاره یا د هېڅ یو کس لپاره، ښځه، تحصیل او ازادي او دقران له رویه، له ښځو د تحصل حق مه اخلئ)) شعارونه ورکول."


یوه بله معترضه محصله چې نه غواړي نوم یې خپور شي، د لاریون له سیمې رسنیو ته استول شوي ویډیويي پیغام کې ویلي: "موږ نن د خپل تحصیل د حق غوښتو لپاره راوتي یوو، هېڅ ډول وسله مو لاس کې نه‌شته. ولی دوی موږ په دې کوڅه کې بندیانې کړي یوو. پر موږ یې د اطفايي په وسیله اوبه وشیندلې، ټولې نجونې لمدې شوې او په ځمکه ولوېدې."


هاخوا بیا د کندهار د میرویس نیکه پوهنتون یو شمېر محصلانو ازادي راډیو ته وویل، دوی پلان درلود چې نن د طالبانو له‌خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې لاریون وکړي، خو د طالبانو د ډېرو فشارونو له امله دا لاریون ونه شو.


یوې محصلې چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "متاسفانه د امنیتي ځواکونو له ډېر بد چلند سره مخامخ شوو. موږ ته ځینو کسانو مسجونه کړي، زنګونه یې وهلي، زموږ د ټیم کسانو ته د مرګ ګواښ کړی. پوهنتونونو کې یې هم ویلي، که څوک لاریون وکړي، له دندې ګوښه کېږي او قانوني چلند ورسره کېږي."


یوه بل محصل هم چې نه غواړي نوم او غږ یې راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د پوهنتون تر مخه ۵۰۰ مټرۍ کې سخت امنیتي تدابیر نیولي وو او تر خوا یې د دوی کلکه څارنه کوله.


د کندهار د میرویس نیکه یوې بلې محصلې هم د خپل نوم د نه خپرولو په شرط ازادي راډیو سره خبرو کې طالبان تورن کړل چې د لاریون کوونکو په لیکو کې یې نفوذ کړی و او قصداً یې غوښتل ګډوډي جوړه کړي چې له همدې امله ډېرو لاریون کوونکو له لاریون لاس واخیست.


هغه وویل: "زموږ بنسټیزه غوښتنه دا وه چې په سوله‌ییز ډول خپل غږ پورته کړو، نه دا چې ګډوډي جوړه کړه. د بیان ازادۍ هغه حق چې اسلام ښځو ته ورکړی، غوښتل مو هغه پلی کړو او مخکې ولاړ شو. خو متاسفانه دوی زموږ په هر ګروپ کې خپل یو جاسوس اډ کړی و."


خو د طالبانو د والي ویاند حاجي زید بیا دا ادعاوې رد کړې.


هغه ازادي راډیو ته وویل، کندهار کې هېڅ لاریون نه‌دی شوی او ټول کندهار کې ارامي ده.


د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې تر اوسه په ننګرهار، کابل، تخار، کندهار او هرات کې لاریونونه شوي.






تر خوا یې پرون په کوټه کې او هند کې هم د نجونو د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې لاریونونه شوي او د طالبانو دا پرېکړه په سختو ټکو غندل شوې ده.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net