Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د نجونو د تحصيل ځنډېدو له پرېکړې سره سم د پوهنتون يو شمېر استادانو استعفاوې وکړې

0
د قوس میاشتې له ۲۹مې نېټې وروسته، له کله چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت اعلان وکړ، چې د نجونو پرمخ به د پوهنتونونو دروازې تر بل حکم پورې تړلې وي، یو شمېر استادانو له خپلو دندې استعفاوې وکړې.


د پوهنتون استاد جاوېد مومند ازادي راډیو ته وویل، کله یې هم فکر نه و کړی چې د استادۍ مقدسه دنده به پرېږدي، ځکه په خبره يې د افغانستان خلک ترهر څه زیات زده‌کړو ته اړتیا لري.


نوموړي وويل: "موږ او تاسو ټول افغانان دردېدلي یو او زموږ یوازینی درد همدا و چې د بې‌سوادۍ کچه مو ډېره زیاته لوړه وه، له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخ یو، په تېره بیا نجونو ته د زده کړې زمینه بیخي نه وه برابره ، کله چې د طالبانو له حکم نه خبر شوم د شپې تر ناوخته خوب رانغی او په دې فکر کې وم چې د افغانستان په ډېرو حساسو شرایطو کې دغسې په ناپوهۍ کې پرېکړې کیږي. یو عجیب غوندې احساس راته پیدا شو ځان سره مې پرېکړه وکړه چې که بل څه نه‌شم کوی، نو استعفا خو کوی شم."




په کابل کې د البیروني پوهنتون استاد امین الله وزیری، چې په خبره يې، په سلام، هېواد، طلوع افتاب او باختر خصوصي پوهنتونونو کې هم په تدریس بوخت و، ازادي راډیو ته وویل، چې دی خپله په کور کې نجونې محصلانې لري، خو نه یوازې د خپلو خویندو له پاره بلکې د ټولو افغان ښځینه محصلانو له پاره چې نور پوهنتون ته نه‌شي تللی د اعتراض په ډول له خپلې دندې استعفا ورکړه.




نوموړی وايي: "له بده مرغه په همدې دلیل چې د لوړو زده کړو د وزارت له‌خوا مکتوب خپور شو، چې تر بل امره دې ښځینه محصلانې پوهنتون ته نه ورځي، ما استعفا ورکړه. په دې مکتوب کې دلیل هم نه‌دی ویل شوی، چې ولې دې نه ځي، دا یو محدود شمېر استادان نه‌دي تر راتلونکو اونیو پورې به ډېر نور استادن هم خپلې دندې پرېږدي، البته که دا ستونزه حل نه‌شي، موږ څنګه کولاى شو، چې راشو او یوازې هلکانو ته درس ورکړو، بیا چې کور ته ځو خپلو خوىندو محصلینو ته څه ووایو، چې چېرې و؟ که ووایو چې تللي و درس مو ورکړ، له رواني اړخه په دوی ډېر بد تاثېر کوي، ښایي پوښته ورسره پیدا شي چې موږ درس نه‌شو ویلی نو تاسو ولې ځئ درس ورکوئ."


له چهارشنبې له ورځې را په دې خوا، چې د افغان نجونو پر مخ د طالبانو د حکومت له‌خوا د پوهنتونونو دروازې تړل شوې یو شمېر استادانو خپلې استعفاوې وړاندې کړې.




دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ څخه وروسته د پوهنتونونو ډېر شمېر استادانو خپلې دندې پرېښودې او له افغانستان وتلو ته اړ شول.


که څه هم د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په دې اړه کوم ارقام نه‌دي ورکړي، خو ویل کېږي چې په سلګونو استادان په وروستیو کې له افغانستانه وتلي دي.




د کابل پوهنتون يوې پخوانۍ استادې ډاکترې زرغونې زېور رښتین، چې ۴۵ کاله يې تدریس کړی دی ازادي راډیو ته وویل، چې د علمي کادرونو استعفا ډېر لوی اکاډمیک زیان دی، داسې زیان چې کلونه کلونه به بیا جبران نه‌شي.


اغلې زېور وويل: "کلونه کلونه خلکو تحصیل وکړ، ماسټري یې واخیسته، دوکتورا یې واخیسته، تجربه یې پیدا کړه، استادان شول، د وطن له‌پاره د خدمت چوګه شول، دا چې نن مجبویږي چې استعفا ورکړي، د تعلیم او تحصیل له پاره لوی زیان دی، پوهنتون به بیا هغه پوهنتون نه وي، په کوم کې چې نژدې دا سل کاله خواري شوې، کادرونه روزل شوي، سل کاله وروسته به هم بیا اوسنی پوهنتون پخوانی پوهنتون نه‌شي او د دې پروګرام هدف هم همدا دی، چې د افغانستان خلک له علم او تحصیل نه بې برخې پاتې شي."




ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت د ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي نظر هم ولرو، خو نوموړي دومره وویل چې د نجونو د پوهنتون د بندېدلو په اړه به د لوړو زده کړو سرپرست وزیر نن یا سبا وضاحتي کانفرانس ولري.


د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې په داسې حال کې تړل کېږي، چې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د دوی په خبره په پوهنتونونو کې شرعي قانون عملي و، نجوني او هلکان یا بیخي بېل کېناستل یا به یې هم تر منځ پرده وه، دغه شان دا هم ويل شوي و چې په ډېرى پوهنتونو کې ښځینه استادانو به هلکانو ته تدریس نه کاوه او نارینه استادانو به نجونو ته درس نه ورکاوه.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net