Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د غبرګونونو دوام؛ د نجونو د تحصيل ځنډېدو پرېکړه شرموونکې وبلل شوه

0
د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندېدو د پرېکړې په وړاندې د غبرګونونو دوام!


د بشر حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ دا یو شرمونکی عمل بللی او ويلي دي، چې دا د نجونو او ښځو د بنسټیزو حقونو د محدودولو د لړۍ وروستۍ پرېکړه ده.


په دې اړه د دې سازمان په رسمي ټویټر لیکل شوي دي: "طالبانو مېرمنې له پوهنتونونو منع کړې، دا یو له شرم ډک عمل دی، په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو د زده کړو حق نقض کوي."




د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن په خپل ټویټر په دې اړه لیکلي دي، چې د نړېوالې ټولنې له لوري د رسمیت پېژندلو په برخه کې طالبان د خپل هدف په وړاندې خنډونه جوړوي.


نوموړي ويلي: "د طالبانو له لوري پوهنتون ته د نجونو د تګ په مخنیوي سره د ښځو له دې حقه په سترګو پټولو سخت خواشینی شوم، افغان مېرمنې د دې حق حقداره دي، طالبان په دې کار سره د خپل هغه هدف په وړاندې چې غواړي د نړیوالې ټولنې له لوري په رسمیت وپېژندل شي خنډونه جوړوي."




د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش بیا د طالبانو دا اقدام د اندېښنې وړ بللی دی.


د ښاغلي ګوتېرش ویاند ستیفان دوجاریک په یوه بیان کې چې نن خپور شو ويلي، ښاغلي ګوتېرش د افغانستان له واکمنو طالبانو وغوښتل چې د تعلیم په ټولو سطحو کې د خلکو لپاره انډول امکانات یقیني کړي.


د دوجاریک په وینا د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د تعلیم مخنیوی نه یوازې د نجونو او ښځو له حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به هم ناوړه اغېز ولري.


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ ويلي دي چې د طالبانو د لوړو زده کړو د سر پرست وزیر له لوري پوهنتونونو ته د نجونو د تګ د مخنیوي اعلان زده کړو ته د وګړو له مساوي حقه یوه بله سرغړونه ده.


نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې د طالبانو دا عمل له افغاني ټولنې څخه د ښځو د حذفولو یو بل ګام دی.


ښاغلي بېنیټ له طالبانو غوښتي چې خپله دغه پرېکړه دې ژر تر ژره واخلي.




د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایووا د طالبانو په دې پرېکړه خواشيني ښودلې ده.


مېرمن اتنباییوا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: "داسې ښکاري چې طالبان د افغانستان د راتلونکې په اړه فکر نه کوي او دا چې مېرمنې څنګه کولی شي په اقتصاد، زده کړو او فرهنګ کې مرسته وکړي."




د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري پر خپل ټویټر لیکلي دي، چې دطالبانو له لوري پر نجونو او مېرمنو د ښوونځيو او پوهنتونونو بندیز هغه شک په یقین بدلوي چې طالبان په ۹۰ یمو کلونو کې خپلو سخت دریځو پالیسيو ته بېرته ورګرځي.


اغلې امیري وړاندې لیکلي: "لکه څنګه چې افغانانو خپل غږ پورته کړ او وې ویل چې د زده کړو د بندیز په برخه کې د طالبانو پرېکړې دیني او فرهنګي ریښه نه‌لري نو نړۍ دې هم غږ پورته کړي، د افغانستان په تاریخ کې طالبان لومړني خلک دي چې د نجونو د زده کړو مخه نیسي."




نوموړې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د طالبانو د سخت دریځو پالیسیو پر وړاندې جدي ودرېږي، کنه په خبره يې طالبان به لا زړه ور شي او په نوره نړۍ کې به هم سخت دریځو ته جرأت ورکړي.


دغه شان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وېلي، د طالبانو دې پرېکړې خواشینی کړی دی خو هغه په عین حال کې زیاتوي چې د دې ستونزو د حل لاره لا هم له طالبانو سره د تماس ساتل دي.


د طالبانو د لوړ زده وزارت تېره ورځ اعلان وکړو چې تر دوهم امر پورې په ټولو شخصي او دولتي پوهنتونونو کې د نجونو زده کړې بندې دي.


دا پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ را ورسته د مېرمنو او نجونو د تحصیل په برخه کې تر ټولو ستر بندیز بلل کېږي.


طالبانو له دې وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې هم تړلې دي.


دغه شان يې په ډېرو دولتي ادارو کې د مېرمنو په کار کولو، حمامونو او تفریحي پارکونو ته د مېرمنو په ورتګ او له شرعي محرم پرته په لرې واټڼ سفر کولو هم بندیزونه لګولي دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net