زابل کې د يوې نا اشنا ناروغۍ له امله دوه ماشومان مړه شوي
په زابل کې د طالبانو د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې له وړمې ورځې راپه دې خوا د شاجوي ولسوالي په یوې لرې پرته سیمه کې چې د غزني او شملزو له ولسوالي سره نژدې پرته ده دا ناروغي پيدا شوې ده.
د حکیمي په وینا د دې ناروغۍ نښه دا ده چې د ناروغ له خولې او پوزې وینه بهیږي، ناروغ ټوخیږي او تبه کوي.
د حکیمي په وینا روغتیایي ټیمونه سیمې ته تللي دي چې دا ناروغي تشخیص کړي.
