Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

د قصاص تطبیق ته غبرګونونه؛ نړۍ دا کړنه وغندله خو طالبانو مبارکي ورکړه

0
پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته په لومړي ځل علني قصاص د یو شمېر هیوادونو او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.


په فراه ولایت کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د علني قصاص تر عملي کېدو وروسته، د دوی دا عمل د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو او بنسټونو له خوا غندل شوی دی.


د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انټونیو ګوټریش په افغانستان کي د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته د لومړل ځل لپاره د قصاص د حدودو د عملي کولو په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.




د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفاني تریمبلای په دې اړه ویلي: "مونږ د اعدام د مجازاتو د درولو لپاره خپل غږ پورته کوو."


د امریکا متحده ایالاتو په فراه کې د طالبانو له خوا د قصاص د حکم د عملي کېدو په اړه ویلي، دا 'تېر تیاره' ته د دغې ډلې ستنېدل دي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډپرایس تېره ورځ خبریالانو ته وویل، دا ورځې په په ټولنیزو رسنیو کې " کرکجنې ویدیو ګانې" خپرېږي او دا ښيي چې طالبان د ۱۹۹۰ کلونو بدرنګ تېر ته ستنېږي.




پرایس ویلي چې د طالبانو دا اقدام، د ټولو افغانانو وقار او بشري حقونو ته سپکاوی دی او په خپلو ژمنو کې د دوی د پاتې راتلو څرګند ناکامي ښيي.


په ورته وخت کې د بخښنې د نړیوال سازمان د اسیا څانګې مرستیال ډینوشیکا ډیسانایاکي هم ویلي چې د اعدام د حکم هر ډول عملي کول له ژونده له حق سرغړونه ده او په عام محضر کې یې عملي کول انساني کرامت ته سپکاوی دی.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما هم د طالبانو له خوا د قصاص د حکم د تطبیق موضوع ته غبرګون ښودلی او ویلي، د ملګرو ملتونو سازمان په هر ډول شرایطو کې د اعدام له مجازاتو سره شدید مخالفت لري.


یوناما تېره ورځ ناوخته په خپله توېټر پاڼه ولیکل چې په فراه ولایت کې په عام محضر کې د یو سړي له اعدامه خبر شوي او د طالبانو له چارواکو څخه یې غوښتي چې د اعدام د مجازاتو د لغوه کولو لپاره فوري اقدام وکړي.


د بشر حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مرستیال پټریشیا ګاسمن تازه ازادي راډیو ته ویلي، که چېرې طالبان د ده په خبره خپل ظالمنه اقدامات له سره پیل کړي نو نړیوال به یې ګرم وګڼي.




فرانسې ویلي چې د طالبانو دا اقدام په کلکه غندي او د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې یې راغلي چې د طالبانو دا کار یوه ناسمه پرېکړه وه او له بشري حقونو او بنسټیزو حقونو د سرغړونو دوام دی.


فرانسې ویلي چې په هر ځای او هرو شرایطو کې د اعدام د حکم مخالف ده.


د طالبانو دې کړنې په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو غبرګونونه هم پارولي دي.


یوې له دغو فعالانو څخه ژولیا پارسي ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومت باید خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه فکر وکړي نه دې سزا او قصاص.


هغې زیاته کړه: "زما په اند حکومت باید لومړی خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، امنیت او عدالت رامنځته کړي او بیا دې قصاص کولو ته مخه کړي. په یوه حکومت کې که امنیت وي، لوږه نه وي، زه فکر نه کوم چې جرمونه دې وشي او خلک د فقر او بې وزلۍ له وجې اړ شي چې غلا وګړي، وژل وکړي او بیا قصاص شي."


د اسلامي چارو ځينې پوهان هم وايي چې شرعي حدود بايد د يوې ټولنې د شرايطو او وضعيت له مخې وضع شي.


په افغانستان کې د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې په تړاو د اسلامي مسایلو پوه محمد محقق ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان په څېر یوه ټولنه کې چې تدابیر نه وي نیول شوي او لومړنی کارونه نه وي شوي راساً د کیفري مسایلو خوا ته تلل به معکوسه پایله ولري، په ځانګړې توګه په هغه ټولنه کې چې کلونه کلونه جګړه او تاوتریخوالی روان وي. دا د ټولنې فضا نوره هم د تاوتریخوالی خوا ته بیایي."


نوموړی زیاتوي، د علمي څېړنو پر بنسټ پر دې ټینګار کېږي، چې جنايي مسایل دې له ځنډ سره مخ شي او نورو اړتیاوو لکه ښوونې او روزنې او امنیت ته دې لومړیتوب ورکړل شي.


خو د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په یوه پیغام کې ټولو مسلمانانو ته د سزا د عملي کېدو مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده: "د قصاص د حد عملي کول د اسلامي شریعت یو نه بدلېدونکی اصل او د امنیت د ټینګښت او ټولنیز عدالت به برخه کې ارزښتناک ګام دی. مسلمانانو او د بشري حقونو ملاتړو ته مبارک وي."




د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په فراه ولایت کې د غچ اخیستنې د سزا تر اجرا وروسته په خپله ټوېټرپاڼه کې ویلي چې د اعدام سزا د چهارشنبې په ورځ په عام محضر کې په یوه قاتل باندې تطبیق شوه.


دا پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته چې نږدې شپاړس میاشتې ترې تېرېږي د قصاص لومړنی مورد و.


مخکې له دې دوی په کابل، تخار، لوګر او لغمان کې یو شمېر ښځې او نارینه د بېلابېلو تورونو له امله په درو وهلي وو.


خو دوی مخکې د خپلې لومړی ځل واکمنۍ پر مهال په نویمه لسیزه کې هم په عام محضر کې قصاص عملی کړی و.


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده څه موده مخکې په افغانستان کې له ټولو قاضیانو وغوښتل چې پر مجرمینو حدود او قصاص عملي کړي.




طالبان په داسې حال کې د قصاص حدود په افغانستان کې عملي کوي چې پر دوی خپله هم د بې ګناه وژنو ګنې ادعا ګانې موجودې دي، خو دوی په تېره کې دا ادعاوې رد کړې دي.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net