جاپان له افغانستان سره د ۱۰۶.۷ میلیون ډالرو مرستې اعلان کړی
په کابل کې د جاپان سفارت نن پر ټویټر په یوه بیان کې د دې مرستې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دا مرسته به د ملګرو ملتونو د ادارو، د نړیوالو سازمانونو او غیردولتي ټولنو له خوا د افغانانو د خیرښېګڼې په پروژو کې ولګول شي.
د بیان له مخې له دې مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان مرسته ۳۳۵ میلیون ډالرو ته لوړېږي.
