Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

سمنګان کې په يوه ديني مدرسه کې چاودنه؛ بېلابېل غبرګونونه ورته ښودل شوي

0
د افغانستان په شمال سمنګان ولایت کې په یوې دیني مدرسې کې چاودنې ته چې د تازه شمېرو له‌مخې ۱۹ کسان په‌کې وژل شوي او ۲۵ نور په‌کې ټپیان شوي غبرګونونه ښودل شوي.


۱۶ کلن محمد الله چې د (الجهادیه) دیني مدرسې زده‌کونکی دی وايي، د تېرې ورځې پېښې یې په روح او روان سخت اغېز کړی.


نوموړی چې په پښه ټپي شوی وايي، د چهارشنبې ورځې په چاودنه کې یې یو شمېر ټولګيوال ووژل شول.




محمد الله د پېښې کیسه کوي او وايي: "پرون د ماسپښین لمونځ وخت و، موږ اودس وکړ او راغلو په جماعت کې ورګډ شو، تقریبأ یو صف ولاړ و، استاد راغی او تکبیر وویل شو، لمونځ پیل شو دریم رکعت کې و چې ناڅاپي درز شو، انفجار وشو نور پوه نه‌شوم، کله چې له ځای نه مې راپورته شوم ومې لیده چې هر څه په خاور ککړ دي."


د محمدالله په وینا، په هر ځل لمانځه کې به شاوخوا درې یا څلور صفه لمونځ کونکي په جومات کې ولاړ و.


په سمنګانو ولایت کې د چهارشنبې ورځې چاودنې د تلفاتو په اړه بېلابېلې شمېرې وړاندې کیږي.


د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تېره ورځ ازادي راډیو ته ویلي و، چې په دغه چاودنه کې ۱۰ کسه وژل شوي خو وروسته بیا فرانس پریس خبري آژانس د یوې سرچینې له قوله د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو ۲۴ تنه وښود.




خو دسمنګانو ولایت د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي روغتون امر سید عثمان حمیدي بیا د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې مرګ‌ژوبله تر مخکې ورکړل شویو شمېرو ډېره یاده کړه.


نوموړي ويلي: "له بده مرغه تېره ورځ چې دغه پېښه وشوه، زموږ ۲۵ هېوادوال یې ټپیان او ۱۹ نور یې ووژل، د وژل شویو او ټپیانو په منځ کې ماشومان شته د دې لپاره چې دا یوه مدرسه وه او دلته کم عمره ماشومان درس لپاره راغلی و."


دې چاودنې ته بهرني او کورني غبرګونونه ښودل شوي دي.




د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماست وېسټ د چهارشنبې ورځې ناوخته په خپل ټويټر دغه پېښه غندلې او ویلي، هر افغان ماشوم دا حق لري چې له ویرې پرته زده‌کړه وکړي.


د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیري کرن ډیکر او د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم دغه پېښه غندلې ده.


کرن ډیکر په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې، د افغان ماشومان ساتنه او پالنه باید وشي.




رینا امیري بیا ویلي، چې پر افغان ماشومانو برید د افغانستان په راتلونکي برید دی.


د نوموړې په خبره، د دغه ډول بریدونه مخه باید ونیول شي.


په ورته وخت کې د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې په سمنګان ولایت کې وروستۍ چاودنه غندلې او له ظلم ډک عمل یې بللی دی.


په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا شان بریدونه په افغانستان کې ناورینونه زیاتوي او د ظلم لمن پراخوي.




هم‌مهاله بیا ماشومانو نه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) هم ددغه برید په اړه خواشیني ښودلې او ویلي، چې په پېښه کې وژل شوي ټول ماشومان دي.


په کابل کې د ایران سفارت هم په خپل ټويټر دغه پېښه غندلي او له قربانیانو سره غمرازي ښودلې.


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل ټویټر پاڼه دغه برید یو بشري ضد جنایت بللی او ویلي چې دغه برید د ټولو اسلامي اصولو خلاف عمل دی.


د جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله هم دا برید غندلی او د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف عمل یې بللی دی.


تر اوسه د دې پېښې مسوولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلي خو له دې وړاندې په جوماتونو، دیني مدرسو او ښوونیزو مرکزونو کې د یو شمېر بریدونه مسوولیت داعش وسله‌والې ډلي منلی و.





Загрузка...


Губернаторы России

Спорт в России и мире

Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса

Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире




Путин в России и мире

Лукашенко в Беларуси и мире



123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.






Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...





Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net