ميدان وردګ: لا یې نهشو تأییدولی چې چغتو کې دې ملکیان وژل شوي وي
د والي وياند محب الله شريفزي نن سهار ازادي راډیو ته وویل چې د وړمې شپې په پوځي عملياتو کې چې د جغتو ولسوالۍ په څو کلیو کې ترسره شول، د طالبانو د سرې قطعې تر ٢٠ زيات غړي وژل شوي دي.
پهدې عملیاتو کې د څلورو ملکي وګړو د وژل کېدو د ادعا په اړه ښاغلي شریفزي وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې دا هغه وسلهوال چې په یوه کور کې یې سنګر نیولی و او له هغه ځایه یې پر امنیتي ځواکونو ډزې کولې.
د والي وياند وايي، له دې سره سره بیا هم پهدغو عملياتو کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې ادعاوې څېړي.
له دې مخکې د میدان وردګو ولایت په دایمېرداد ولسوالۍ کې هم د ملکیانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي و چې د بشري حقونو ډلو هم پرې عکس العمل ښودلی و.
