د ګرانۍ او نویو ټېکسونو پرضد په ټول پاکستان کې کاربندیز
په پاکستان کي د تاجرانو او دکاندارانو لخوا په بجټ کې د نويو لګول شويو ټېکسونو او ګرانۍ پرضد نن په ټول
هېواد کې کاربندیز دی. د سرښار اسلام اباد په ګډون په خېبر پښتونخوا ، سیند ، پنجاب ، بلوچستان او ګلګت بلتستان کې کاروباري مرکزونه بند دي او په بازارونو کې د ټېکسونو پرضد بېنرې لګول شوې دي.
