د شاتوت بند د جوړېدو چارو ولې له خنډ سره مخ شوې؟
د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال ویاند حیبب الرحمن ابراهیمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي رایو ته وویل:"پهدغه غونډه کې بېلابېل موضوعات څېړل کېږي او دا به معلومه وي چې د شاتوت بند د جوړېدو چارو ولې له خنډ سره مخ شوې او پهدې اړه پرتې ستونزې به حل کوي."
ښاغلی ابراهیمي زیاتوي له څه مودې راهیسې د شاتوت بند چې د کابل په شمال کې جوړېږي کارونه یې ټکني شوي دي.
د ولسمشر د اجرائیه رئیس د لومړي مرستیال په مشرۍ د کورنیو چارو، اوبو لګولو، ښار جوړولو د کانونو او پترولیم وزارتونو ته دندې سپارلي چې دغه ستونزه حل کړي.
د شاتوت بند د جوړېدو چارې تېرکال د شاوخوا ۲۳۶ میلیونه ډالر په ارزښت پیل شوې او ټاکل شوې وه چې په درې کلونو کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
