Добавить новость
123ru.net
World News in Pashto
Декабрь
2022

Новости за 17.12.2022

نن د فوټبال په نړیوال جام کې د درېیم مقام ګټلو په خاطر سيالي ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د قطر په خلیفه لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام اوه نیمې بجې مراکش او کروېشیا سره سيالي وکړي. مراکش په نیمه پایلوبه کې له فرانسې او کروېشیا بیا له ارجنټاین خپلې لوبې وبایللې. د نننۍ لوبې ګټونکې لوبډله به د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د فوټبال نړیوال جام درېیم مقام ترلاسه کړي. تر نننۍ لوبې وروسته به دواړه لوبډلې له دې نړیوال جام سره خدای پاماني وکړي. ټاکل شوې ده چې سبا(یکشنبه) به پایلوبه د ارجنټاین او فرانسې ترمنځ ترسره شي.

ايران کې د حکومت ضد لاريونونو څلورمه مياشت پيل شوه

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د حکومت پر ضد د خلکو د اعتراضونو څلورمه میاشت پیل شوه. پرون د ډسمبر په شپاړسمه د دې اعتراضونو د درېیو میاشتو له بشپړېدو سره سم د ایران د سیستان- بلوچستان ایالت سلګونه خلک لارو واټونو ته راووتل او مړ دې وي ډیکتاتور شعارونه یې ورکړل. په دې ایالت کې ډېری معترضان سنیان دي چې وايي، د ایران مشرتابه له دوی سره تبعیضي چلند کوي. په ایران کې د خلکو پراخ اعتراضونه د سپتمبر په شپاړسمه هغه مهال پیل شول چې چارواکو ۲۲ کلنه پېغله مهسا امیني د پوره حجاب د نه مراعتولو په پلمه ونیوله او هغې وروسته په توقیف کې سا ورکړه. Читать дальше...

فوزيې کوفي د اسپانيا د وکيلانو شورا له‌خوا جايزه ترلاسه کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د لیرې کړل شوي دولت د سولې د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي د اسپانیا د وکیلانو د شورا له خوا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وايي، نړۍ د افغان ښځو اواز باید د جایزو په ورکولو سره غلی نه کړي. مېرمن کوفي بیګا ازادي راډیو ته وویل چې دا جایزه د افغان ښځو لپاره ده، ځکه د دې په وینا افغانانې په ډېرو سختو شرایطو کې مبارزه کوي. نوموړې وويل: "زه دا جایزه د هغو ښځو په استازیتوب چې نن په یو سرخلاصي زندان کې اوسي او د هغوی لپاره ترلاسه کوم، د هغو لپاره چې په میاشتو میاشتو یې د خپل حق لپاره مبارزه... Читать дальше...



يونان کې څلور ترکي وګړي د انسانانو د قاچاق په تور نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

په یونان کې څلور ترکي وګړي وروسته له هغه د انسانانو د قاچاق په تور ونیول شول چې د افغانانو په ګډون د نژدې سلو کډوالو یوه کشتۍ پلازمېنې آتن ته د یوه نژدې ټاپو په سواحلو کې وموندل شوه. اسوشیتید پریس خبري آژانس پرون د یونان د ساحلي ګارډ په حواله راپور ورکړ چې، د مسافرو په ډله کې ۲۲ مېرمنې او ۳۹ ماشومان هم شامل دي. په دې ډله کې چې د راپور له‌مخې وروسته بیا چارواکو د یونان اصلي خاورې ته ولېږدول پر افغانانو سربېره د مصر، سوریې، سومالیا، اسراییل او عراق وګړي هم وو. راپور زیاتوي چې یاده کشتۍ له ترکیې څخه ایټالیا ته روانه وه. Читать дальше...

طالبانو د تخارستان راډيو سرپرست مشر ذبيح‌الله نوري نيولی او شکنجه کړی دی

Pa.azadiradio.com 

د افغان ژورنالېستانو مرکز وايي، د طالبانو د حکومت استخباراتو د تخارستان راډیو سرپرست مشر ذبیح‌الله نوري نیولی او شکنجه کړی دی. دا مرکز د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکوي چې د طالبانو د استخباراتو غړو د لیندۍ په ۱۸مه د تالقان ښار په لومړۍ ناحیه کې د نوري کور ته ورغلي، پلټنې یې کړي، د هغه د کورنۍ ځینې غړي یې وهلي ټکولي، نوموړی او د هغه ورور یې له ځانه سره بیولي، خو دوه شپې وروسته یې د مشرانو په منځګړتوب را خوشې کړي دي. د افغان خبریالانو دې مدافع ټولنې پرون پر ټویټر په یوه بیان کې دا اقدام غندلی او... Читать дальше...

د ملګرو ملتونو د څېړونکو يوه ډوله: طالبان دې په عام محضر کې اعدام او په دُرو وهل بند کړي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د څارونکو او څېړونکو یوې ډلې ویلي دي چې، په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د اعدامونو او په عام محضر کې د دُرو وهلو د بیا پیل له کبله سخت بوږنېدلي دي. دوی پر طالبانو غږ کړی چې دا اقدامات دې سمدستي بند کړي. دې کارپوهانو په یو بیان کې چې پرون (د ډسمبر ۱۶مه) خپور شو ویلي دي چې، دا ډول سزاګانې د شکنجې، بې‌رحمۍ او له خلکو سره له سپکاوي ډک چلند د مخنیوي په برخه کې له نړیوالو معیارونو څخه سرغړونه ده. د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنیټ... Читать дальше...

د سپين بولدک - چمن د نښتې کشاله؛ پاکستان د طالبانو د حکومت استازی احضار کړی

Pa.azadiradio.com 

داسې مهال چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سپین بولدک چمن پر دروازه د تېرې اوونۍ جګړې پای ته رسېدلي دی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفارت شارژدافیر احضار کړی او د خپل حکومت احتجاج یې ورسپارلی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه بیان کې وویل چې، افغان شارژدافیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو او د توغندیو د وروستۍ بې دلیله حملې له کبله چې انساني او مالي زیانونه یې واړول، د پاکستان سخته غندنه یې هغه ته وسپارله. د سپین بولدک چمن په دروازه کې د یکشنبې... Читать дальше...

د افغانستان په اړه د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

جستس ګپ مجله: برېتانوۍ جستس ګپ مجلې په افغانستان کې د برېتانوي ځواکونو له خوا د ملکي افغانانو د وژلو د ادعاوو په اړه څېړنې ته پام اړولي. مطلب کې راغلي، د برېتانیا د حکومت وزیران به هغه ادعاوې وڅېړي چې وایي، د برېتانیا هوایي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د شپې له خوا په بریدونو کې یو زیات شمېر ولسي وګړي وژلي دي. په دې اړه څېړنه وروسته له هغې کېږي چې د برېتانیا دفاع وزارت په خپلواکه توګه د هوایي ځواکونو د یوه جزوتام له خوا په افغانستان کې د خپل ماموریت په دوره کې د ۵۴ ملکي کسانو د وژل کېدو د ادعا په اړه څیړنه پیل کړې ده. Читать дальше...

ډاکټران: ماشومان د معتادو ميندو او پلرونو د نشو اصلي قربانيان دي

Pa.azadiradio.com 

هغه معتادین چې پخوا به يې له کوره دباندې نشې کولې، اوس د هوا په سړېدو سره اړ شوي چې په کور کې پاته شي او د کورنۍ د غړو په مخ کې نشې وکړي. دا وضعیت د دې سبب کېږي چې د کور روغ غړي، په تېره بیا ماشومان تر پخوا ډېر د اعتیاد له خطر سره مخ شي. شریف یو له هغو ماشومانو څخه دی چې د خپلې کورنۍ د معتادو غړو له نشو څخه ځورېږي. نوموړی وايي: "زما مور او پلار پوډريان دي، موږ به په څنګ کې ورسره ناست و، پلار به مو سبا يا ماښام وخت کور ته راته، کله چې به دوی زکام و او یا به يې نشې کولې موږ به هم ورته ناست و. Читать дальше...

Спорт в России и мире
Москва

Легенда вне времени Жанна Агузарова и легенда поп-музыки Жанна Фриске:самое интересное с Премии МУЗ-ТВ 2024


Загрузка...

Все новости спорта сегодня


Новости тенниса
Хуберт Хуркач

Хуркач о реванше со Зверевым: «В голове сидел тот матч в финале United Cup»


Загрузка...


123ru.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.


Загрузка...

Загрузка...

Экология в России и мире
Москва

Экологи «Россети Центр» и «Россети Центр и Приволжье» показали высокий профессионализм на Всероссийском конкурсе





Путин в России и мире
Москва

Россия получит доступ к военным базам и аэродромам Индии, что создаст угрозу США


Лукашенко в Беларуси и мире
Минск

«Все решено»: Лукашенко поблагодарил Лаврова за важное для Белоруссии решение




123ru.netмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "123 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Smi24.net — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

123ru.net — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.





Зеленский в Украине и мире
Киев

"Начинка — нацизм": Захарова вскрыла истинную суть Киева после слов приспешника Зеленского о Крыме


Навальный в России и мире


Здоровье в России и мире


Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России






Загрузка...

Загрузка...



Муз-ТВ

Возвращение премии Муз-ТВ: Киркорова посадили в клетку, а Бузова приехала с карликами



Москва

РИА: главу "Уральских заводов" подозревают в мошенничестве на 50 млн рублей

Друзья 123ru.net


Информационные партнёры 123ru.net



Спонсоры 123ru.net