زرګونه کسانو په پاکستان کې پرون ناوخته د پوځ پر ضد مظاهرې وکړې
هغوی په وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر سوله ییزه مظاهره د پوځیانو له لوري د حملې او د یو شمېر فعالانو د قتل پر ضد سوله یيز احتجاج کړی و.
د رپوټونو پر اساس، په شمالي وزیرستان کې د یکشنبې په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو او غړو پر سوله ییز لاریون پوځیانو ډزې وکړې چې څلور تنه په کې ووژل شول او څلوېښت تنه زخمیان شول.
د پاکستان پوځ ویلي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د دوو غړو علی وزیر او محسن داوړ په مشرۍ مظاهره چیانو د تلاشۍ په وخت کې پر پوسته حمله کړې وه.
خو پر ټولنیزو رسنیو په خپرو شویو ويډیوګانو کې ليدل کېږي چې مظاهره چیانو وسلې نه درلودې.
د پاکستان پولیسو علی وزیر چې د هغه هېواد د ملي اسامبلې غړی دی، نیولی دی.
د پښتنو د تحفظ غورځنګ فعالانو او پلویانو بېګا د پوځ پر ضد شعارونه ورکول.
