طالبانو او د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي په قطر کې کتلي
دا کتنه په داسې حال کې شوې چې د افغانستان د ١٨ کلنې جکړې د ختمولو لپاره نړيوالې هڅې روانې دي.
طالبانو نن په يوه اعلاميه کې وويل چې چې مارکوس پوتزل د طالبانو د رهبرۍ شورا له مرستيال ملا عبدالغني برادر سره کتلي چې د دې ډلې د سولې هڅې رهبري کوي.
په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په اعلاميه کې ويلي چې پوتزل او برادر د سولې د ممکنه موافقې پر بېلابېلو اړخونو او په دې برخه کې د جرمني پر هڅو خبرې وکړې.
مارکوس پوتزل چې له ٢٠١٤ میلادي کاله تر ٢٠١٦ پورې په افغانستان کې د جرمني سفير هم و، د مې په لومړۍ نېټه هم له ملا برادر سره کتلي وو.
امريکايي هيئت او طالبانو تېر کال په څو پړاوونو کې په خپلو کې مذاکرې کړې دي، خو بيا هم پر کومه موافقه د سلا کېدو لپاره پرمختګ نه دى شوى.
د دواړو لوريو د مذاکرو وروستى پړاو د مې په ٩مه پاى ته ورسېد.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، په خبرو کې ثابت خو ورو پرمختګ شوى دى.
