دفاع وزارت: په کندهار کې ۳۷ وسله وال طالبان وژل شوي
دفاع وزارت پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې وايي چې د طالبانو پر پټنځایونو د افغان هوايي ځواکونو په بمباریو کې ۳۷ طالبان وژل شوي او د یو ملا په ګډون ۱۲ نور وسلهوال ټپیان شوي.
په بیان کې نهدي ویل شوي چې دا هوايي حملې د کندهار ولایت په کومه سیمه کې شوې دي؟
له بلېخوا د زابل ولایت سیمهییز چارواکي وايي چې په شملزیو ولسوالۍ کې د ملي اردو د تلاشۍ پر دوو پوستو د طالبانو په برید کې لس افغان سرتېري وژل شوي دي.
چارواکو ویلي چې پهدې برید کې څلور نور پولیس ټپیان شوي.
