ژورنالېستان: ایران دې د «صدا» اوونيزې خپرېدو ته اجازه ورکړي
دغې ادارې ويلي، په ايران کې دې د منتقدو رسنيو له ځورونې ډډه وشي.
په نيويارک کې دېره د ژورنالېستانو د خونديتوب کمېټې پرون په يوه اعلاميه کې وويل:
"د ايران چارواکي بايد سم د لاسه اجازه ورکړي چې صدا بېرته خپلې خپرونې پيل کړي او د رسنيو د سانسور له هڅو دې لاس واخېستل شي."
تردې درې ورځې مخکې د ايران يوې محکمې تر نامعلومې مودې د دې اوونيزې د ځنډېدو حکم ورکړ.
د کلتور او رسنيو محکمې د خپلې دغې پرېکړې په اړه پوره وضاحت نهدى ورکړى، خو افراطي ورځپاڼې کيهان په يوه مقاله کې پر صدا اوونيزې انتقاد کړى چې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غږ د اصلاح غوښتونکو په خوله منعکسوي.
محلي رسنۍ وايي، محکمې دا حکم ځکه صادر کړى چې صدا اوونيزې يوه مقاله خپره کړې وه او په هغې کې يې د امريکا او ايران ترمنځ په لوړه کچه د کتنو غوښتنه کړې وه.
