د روژې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې ملکي تلفات او د یوناما غبرګون
یوناما نن په یوې اعلامیه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادامیچې یاماموتو له قوله لیکلي چې وایي، قصدي او د عامو خلکو د تفکیک پرته بریدونه د توجیه وړ نهدي.
اعلامیه په کابل کې پر کونټر پارت موسسې او هم د بغلان په پلخمري ښار کې بریدونو اشاره کړې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي کسانو ته پهکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ تر څنګ د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې جګړه بنده کړي او د ملکي وګړو د خوندیتوب په برخه کې پر خپلو ژمنو ودریږي.
